د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محب الله ښېراز

د محب الله ښېراز پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محب الله ښېراز

دا زما د میني سوال دی مړه ګوره

راته ستا د حسن جنجال دی مړه ګوره
دا ته څه کړې چې دي ټول عاشقان کړي

در پسې د دوی وبال دی مړه ګوره
د بیوزلو پرحال وکاندئ رحمونه

ستاسو ژوند خو ډیر برحال دی مړه ګوره
د ټیکري دڅاک لوېدو سره مي ژوند کړي

دا خو ستا د زني خال دی مړه ګوره
د خوشحال فلسفه موږ له خپلول دي

کړی نقل یې اقبال دی مړه ګوره
د ښېراز هیلی دی مراندي مراندي کړلې

اوس تېر شوی پکي کال دی مړه ګوره

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محب الله ښېراز

نه ړانده یو نه کاڼه یو موږ پخپله

دا ملا راته غو صه دی بې اجله

نه سوات زموږ نه هیر دی نه ښکلا یې

موږ د امن لار ویان یو تل تر تله

څوک راباندي تور د لوی غدار لګوي

چا کافر راته ویلي بې اتله

زما د خاورو وجود ټولي افسانې شوې

ته لا شک زما پر مینه کړې ناچله

د انسان ښه ژوندانه له ګټه غوا ړو

چي امن جوړ شي له کوټي تر کابله

د میني ټولو اصولو ته هم ډیر قدر لرو

دا که وي له دراوۍ تر تاج محله

ښېراز په دې کي بس ناوسه ډیر شي

چي دښکلو انتخاب کړي کله کله

سوله (نظم)بشپړ شعر ولولئ

سوله (نظم)

محب الله ښېراز

زما د ژوند يوه ګلورينه څانګه
چې ورته نوم مي د ځوانۍ ورکړى
هغه
هم نن په اسوېلو بدله
هغه هم لاړه په سلګو بدله
هغې هم خپل وجود له لاسه ورکړ
هغې د ژوند د پرمختګ په هيله
د امن ، سولې راوستو په هيله
د ژوند د جوړې جوړېدو په خاطر
چې په کې هر پمن شتمن غوندې شي
چې په کې هر وطن
ګلشن غوندې شي
د چا په لاس چې قانون نه شي پورته
د چا د لاسه ژوندون نه شي پورته
څوک پر چا هيڅ د زور باچا
نه شي جوړ
څوک د چا هيڅ په زور ګدا نه شي جوړ
خو نه پوهېږم چې برعکس ولې
ژړول د انسانانو
دلته ولې
چې
يې نوم هم د اشرف المخلوقات دى
نو بيا ولې يو له بل سره په تراټ دي
د نړۍ له انسان دوستو مي دا سوال دى
ولې هر
ځاى له مظلوم سره جنجال دى
او
زما پکې ټولې ځوانۍ خاورې شولې
د پېغلتوب هيلې ترې لاندې شولې
خو بيا هم سوله تل ژړېږي دلته
او را ته هر ظالم قهرېږي دلته
لا خو د خپلې باچاهې په خاطر
زما د ژوند د تباهۍ په خاطر
د
نړۍ ټول سرمايه داره خلک
بنياد پرست او منصب داره خلک
د خپلې خوښې راوستو د پاره
د مظلومانو ژړېدو د پاره
چې په ظاهر سره جنګېږي دواړه
خو بېرته دوى سره يو کېږي دواړه
يو راته وايي چې غربت جنت دى
بل راته وايي
مظلوميت جنت دى
مونږ د درواغو جنتونه څه کړو
د بل راکړي رواجونه څه کړو
يوه مو لاره د خلاصون لاره
ده
هغه د مينې او سکون لاره ده
چې يوه مرغۍ پکې ازاره نه شي
چې يو مېږى په کې بې ياره نه شي
هغه به دا وي چې شو
مينه ټوله
کړو له هرچا سره هرځاىکې سوله
ژوندون کړو سوله ـ ښکلا سوله
مينه سوله ـ ادا سوله
په هر
څه کې وکړو سوله
او تل ووايو چې
سوله
سوله
سوله