د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
محب الله ښېراز

غزل

نه ړانده یو نه کاڼه یو موږ پخپله



دا ملا راته غو صه دی بې اجله







نه سوات زموږ نه هیر دی نه ښکلا یې



موږ د امن لار ویان یو تل تر تله







څوک راباندي تور د لوی غدار لګوي



چا کافر راته ویلي بې اتله







زما د خاورو وجود ټولي افسانې شوې



ته لا شک زما پر مینه کړې ناچله







د انسان ښه ژوندانه له ګټه غوا ړو



چي امن جوړ شي له کوټي تر کابله







د میني ټولو اصولو ته هم ډیر قدر لرو



دا که وي له دراوۍ تر تاج محله







ښېراز په دې کي بس ناوسه ډیر شي



چي دښکلو انتخاب کړي کله کله

د شاعر نور شعرونه ←