د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
محب الله ښېراز

غزل

دا زما د میني سوال دی مړه ګوره

راته ستا د حسن جنجال دی مړه ګوره
دا ته څه کړې چې دي ټول عاشقان کړي

در پسې د دوی وبال دی مړه ګوره
د بیوزلو پرحال وکاندئ رحمونه

ستاسو ژوند خو ډیر برحال دی مړه ګوره
د ټیکري دڅاک لوېدو سره مي ژوند کړي

دا خو ستا د زني خال دی مړه ګوره
د خوشحال فلسفه موږ له خپلول دي

کړی نقل یې اقبال دی مړه ګوره
د ښېراز هیلی دی مراندي مراندي کړلې

اوس تېر شوی پکي کال دی مړه ګوره

د شاعر نور شعرونه ←