د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

غلام علي نصرت

د غلام علي نصرت پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

غــــــــــــــــــــــزلبشپړ شعر ولولئ

غــــــــــــــــــــــزل

غلام علي نصرت

 

نن مي بياډېري ياديږي ستادسترګوبلاواخلم
په زړګي مي راوريږي ستادسترګوبلاواخلم

دنادان زړګي دلاسه روڼوم شپې ترسهاره
ياره نه درنه صبريږي ستادسترګوبلاواخلم

په څلورکنجه دنياکي ستاخماري توري سترګي
اشناچرته پيداکيږي ستادسترګوبلاواخلم

چي رايادي دي وعدې کړم زړه ته نيسم ځنګنونه
بس پرسرمي اوربليږي ستادسترګوبلاواخلم

چي به تاراته ويله په جارجاراو ياقربان
په خدای نه رانه هېرېږي ستادسترګوبلاواخلم

ستادلاس نخښوته ګوري هره ورځ يې سترګي سرې وي
(نصرت) هروختي ژړيږي ستادسترګوبلاواخلم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام علي نصرت

 

ستادقدم ښکالومي ذهن تخنوي راځي
جانانه مادخواږه خوبه ويښوي راځي

ستادرڼوسترګوبلاواخلم قربان دي سمه
لکه د دوبي لمرمي ټول بدن سيځي راځي

زړګــــــــــيه بياوځو‎‎رولې دچــاشوخي آدا
چي ناګهانه مي له سترګواوښکي ځي راځي

لاهودي داسي کړم دميني په درياب جانانه
چي ځان ترې باسم لاهم هغسي مي وړي راځي

(نصرت) دي داسي له هرکاره له روزګاره ايستی
داستانفـــــــــرت يې زړه له شعره بدوي راځي

اخترهبشپړ شعر ولولئ

اختره

غلام علي نصرت

زما آرمان زمادزړه سره صدقه دي شمه
راشه په موږکمکی اختره صدقه دي شمه

موږدمودو روژې نيولي تږي تږي ګرځو
ستاتش ديدن لره دلبره صدقه دي شمه

داستاپه تمه لېچي تشي ګرځوم له بنګړو
له ډېره وخته مسافره صدقه دي شمه

موږجنګ ځپلي پښتانه يوموږته سوله راوړه
خپورسه ترکوټي پېښوره صدقه دي شمه

زماتبريکي هري کوڅي هري دېرې ته يوسه
لاړسه ترلره اوتربره صدقه دي شمه

دجانان سرې شونډي اوتوري بادامي چشماني
نن راته نه سي د نظره صدقه دي شمه

اختره لږموپه دې پوه کړه چي ګناه موڅه ده
ځورېږوموږپه څه خبره صدقه دي شمه

داستانفرت اوستاجفايې کمولی نه سي
د(نصرت) مينه زوروره صدقه دي شمه

مهاجريمبشپړ شعر ولولئ

مهاجريم

غلام علي نصرت

په وطن بيا نو بهاردی د بلبلو چغهار دی
هري خواته رڼاګاني ټول وطن ګل وګلزاردی
خويوزه خواردرپه دريم اوف په بل وطن مهاجريم

خلګ ځي وشنوباغوته ښوونځيومدرسوته
وسروزونو او شوقوته وښايسته ښکلو مېلوته
زه دهرڅه ناخبريم اوف په بل وطن مهاجريم

وم ازاد خپلو دښتو کي هم په کليو او پټوکي
وم زمری په خپلوغروکي خودبل وطن کوڅوکي
تروريست يم ترهګريم اوف په بل وطن مهاجريم

د چتراله تربولانه د هلمند تربدخشانه
لوړمونوم پر ټول جهانه ټوله يو افغانستانه
خيرکه لريم اوکه بریم اوف په بل وطن مهاجريم

خدايه ! ته يې راودان کړې ښايسته موګلستان کړې
سره يوبياټول افغان کړې زما(نصرت)پوره ارمان کړې
زخمي سوی پرځيګريم اوف په بل وطن مهاجريم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

غلام علي نصرت

غټ تربڼو لاندي راګوري د روژې مازديګر
راووزي دواړي سترګي توري د روژې مازديګر

مونږ يې د کاره د روزګاره څخه و ايستلو
شونډي يې دواړي سړي خوري دروژې مازديګر

د رقيبانو ، غمازانو هيڅ پروامه کوه
راسه زما غريب پر لوري د روژې مازديګر

بيا کم يتیم په ژړا سر دی فريادونه کوي
وږی يم ډېر ادکي موري د روژې مازديګر

په مخ ښايستې زلفي تار تار که ګلورين جانانه
په(نصرت)سرې لمبې که پوري دروژې مازدیګر