د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
غلام علي نصرت

اختره

زما آرمان زمادزړه سره صدقه دي شمه
راشه په موږکمکی اختره صدقه دي شمه



موږدمودو روژې نيولي تږي تږي ګرځو
ستاتش ديدن لره دلبره صدقه دي شمه



داستاپه تمه لېچي تشي ګرځوم له بنګړو
له ډېره وخته مسافره صدقه دي شمه



موږجنګ ځپلي پښتانه يوموږته سوله راوړه
خپورسه ترکوټي پېښوره صدقه دي شمه



زماتبريکي هري کوڅي هري دېرې ته يوسه
لاړسه ترلره اوتربره صدقه دي شمه



دجانان سرې شونډي اوتوري بادامي چشماني
نن راته نه سي د نظره صدقه دي شمه



اختره لږموپه دې پوه کړه چي ګناه موڅه ده
ځورېږوموږپه څه خبره صدقه دي شمه



داستانفرت اوستاجفايې کمولی نه سي
د(نصرت) مينه زوروره صدقه دي شمه

د شاعر نور شعرونه ←