افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1024 شاعران8487 شعرونه
غزل
ستادقدم ښکالومي ذهن تخنوي راځي
جانانه مادخواږه خوبه ويښوي راځي
ستادرڼوسترګوبلاواخلم قربان دي سمه
لکه د دوبي لمرمي ټول بدن سيځي راځي
زړګــــــــــيه بياوځورولې دچــاشوخي آدا
چي ناګهانه مي له سترګواوښکي ځي راځي
لاهودي داسي کړم دميني په درياب جانانه
چي ځان ترې باسم لاهم هغسي مي وړي راځي
(نصرت) دي داسي له هرکاره له روزګاره ايستی
داستانفـــــــــرت يې زړه له شعره بدوي راځي