پښتو ادب · شاعران
فريد احمد تسکين
د فريد احمد تسکين پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
18 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
چې د ځوانۍ په خوږو پوی شومه لمبو واخيستم
څومره ارزانه د ښار ښکلو په سيکو واخیستم
درياب نظر ته دې زه هېڅ د ټينګې پاتې نه شوم
د ژوندانه په سحرا خلی وم اوبو واخیستم
تاچې د زړه له بدخشان څخه را وباسلم
قيمتي لعل ومه په نه بيه پردو واخيستم
د ژوندانه د روزګار مزی مې هېڅ نه غځيږي
خدای ج خبر زه د چا دسپينې خولې ښېرو واخیستم
له هغې ورځې بې قراره يم تسکين مې نشته
له کومې ورځې چې دې غېږه کې ليلو واخیستم
۱۳۹۱/۱۱/۲۸ سلواغه
پکتيا ـ اتفاق مېنه
فلسفهبشپړ شعر ولولئ
فلسفه
فريد احمد تسکين
زه د الفت د فلسفې لاروی
غواړم د مينې فلسفه
د خپل زړګي د ښوونځي له لارې
خلکو ته ورسوم پوی يې کړمه
چې مينه ژوند ته مينه خوند ته پيدا
مينه د دوو زړونو پيوند ته پيدا
مينه تيارو کې دې رڼا را ولي
پيکه ماحول ته دې ښکلا راولي
خو خلکو ښکلي چې دي!
لکه سر زورو پښتنو غوندې رڼا نه غواړي
له بدرنګيو څخه خوند اخلي ښکلا نه غواړي
وايي په جنګ او په جکړو کې لوی شوو
کرکه مو زده کړه بدبينيو،تورتمو کې لوی شوو
موږ د يوبل له وينو خوند اخلو
همدا مو زده دي
نواوس
زموږ لمنه مه نیسه او لرې لاړشه
ستا نصيحت او فلسفه څه کوو
ځه رانه ورک شه
چې تسکينه بيا دې و نه وينم
دا فلسفه دې مخې جيب کې کيږده
د غفار خان غوندې دې ځان نه ليونی جوړ کړی
۱۳۹۲/۱/۲۲ وری
پکتيا کور، ګرديز
بې قراربشپړ شعر ولولئ
بې قرار
فريد احمد تسکين
له هغې ورځې بې قراره يمه
له هغې ورځې مې ليلو
ښه ورځ ليدلې نه ده
په کومه ورځ چې دې ليلو
دغه ټپه له خولې راووتله
زما د زړه تسکينه راشه
د زړګي ستنې مې پر تا ولاړې دينه
۱۳۹۱/۱۰/۱۸
کابل ـ کوټه سنګي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
تا چې له زړه د حافظې څخه را وباسلم
افرين تا د درد کوڅې څخه را و باسلم
شاعر احساسه د احسان دې پوروړی يمه
چې دې بې مينې زمانې څه راو باسلم
ما وې چې مينې ته دعوت به له دې ځايه پيل کړو
خو تا د زړه له ښاريې څخه راو باسلم
خدايه ج ټوپک دې رانه لرې کړ قلم دې راکړ
مهرباني تا د تيارې څخه راو باسلم
تسکين په دې يم چې الفت او عاطفه يې راکړه
که شاعرۍ له هرې ښې څخه راو باسلم
پکتيا اتفاق مېنه
۱۳۹۱/۱۱/۹سلواغه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
که هرڅو له تانه لرې يا نږدې يم
لکه کيف غوندې به بياهم درپسې يم
په زړګي کې ستا دمينې جذبه راکړې
نور تنګ شوی له بې مينې زمانې يم
بازاري ښکلي پرون راته ويل چې
کله يومخ کله بل مخ د سکې يم
را ويستلی دې په څه له حافظې يم
اخر ولې؟ ستا دچم ستا د کوڅې يم
د غرور ماڼۍ که هرڅو کړم ودانې
اخر بيا هم لکه ګل خاورې اېرې يم
تا چې ووينم په زړه باندې تسکين شم
باور وکړه بې قراره ترهغې يم
۱۳۹۱/۱۱/۱۹سلواغه
پکتيا اتفاق مېنه
ستا د يادونوبشپړ شعر ولولئ
ستا د يادونو
فريد احمد تسکين
/ پکتيا
ستا د يادونو په څپوکې لکه خلی يمه
د ناهيلۍ په درياب ډوب يمه لوېدلی يمه
د زړه په رګ ـ رګ کې مې وينه د الفت چليږي
زه له اوله خپلې مور داسې روزلی يمه
هرجفاکار راته راکړې د غم بېله برخه
لکه د ګران افغانستان په څېر ځپلی يمه
يوازې ته يې چې په زړه کې دې ځايږمه نه
زه لکه رنګ هرچا په زړونو کې پاشلی يمه
وايه چې څه به ستا دياد له غېږې وشلېږمه
د زړه پرځمکه لکه تخم دې کرلی يمه
دا خو داستا د محبت او دعاګانو فيض دی
چې دشهرت د مېنارې سرته ختلی يمه
زه يو د مينې پيغمبر او د رڼا لاروی
تسکينه هر فرعون موسی غوندې رټلی يمه
۱۳۹۱/۹/۲۸ ليندۍ
کابل ـ قوه مرکزاريانا کارته
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
په رنجو دې بيا لړلې اشنا سترګې
يو زه نه يم درپسې دي بلا سترګې
ستا دسترګو خمارونو مم به وخوري
له لکه وږې ليوګۍ ګرځي زما سترګې
زه يو تور غوندې ژوندون وم تا رڼا کړم
درنه ځار شم،درنه ځار دسبا سترګې
له نظر نشې،چې بد نظر کړي تاته
شه ړندې دهغې تورې بلا سترګې
په کابل کې دې ژوندی اوسې جانانه
درنه دي مې په پکتيا کې پنا سترګې
ټوله شپه مې ستا په ياد کې شوګير کړی
خوب اخيستی يم درنې دي پرما سترګې
ګني خون به دې رقيبه په ځان واخلي
د تسکين مخې ته کيږي د چا سترګې
۱۳۹۱/۸/۲۵
بابر بڼ کابل ـ افغانستان
د معاصرو ادبياتو اووم ملي جشن
اوس خو په قدم قدم کې ته راته يادېږېبشپړ شعر ولولئ
اوس خو په قدم قدم کې ته راته يادېږې
فريد احمد تسکين
د رفيق مهران،فريد احمد تسکين،رحيم سکندر او هجران احمدزي في البديهه مشاعره
اوس خو په قدم قدم کې ته راته يادېږې
خدای ج دې داسې وکړي چې هېڅ نه راته يادېږې
مهران
هسې له ځوانۍ غربته سر يم په سيالۍ کې
سترګې مې پرې مړې دي نوره ښه راته يادېږې
سکندر
دا د ژمي شپه ګوره او ته مسافر ورک یې
راشه ګرانه کيږي مې ساړه راته ياديږي
هجران
زه به ومه ته به وې مستۍ به مو کولې
ګورمه د خپل کلي واړه راته يادېږې
تسکين
ډېر پخوا پر غاړه د چينې درسره ناست وم
اوس چې چېرته وګورم اوبه راته يادېږې
مهران
حسن دې په تېر اخرتعبير ته ملا تړلې
کله د شپې پای کې شم وېده راته يادېږې
سکندر
ځان سره توبه کړم چې دې نور نه يادومه
کله چې شم سر پر څنګانه راته يادېږې
هجران
ستا د راتلو زېری دی که بل څه دي جانانه
خدای ج خبر چې ولې او په څه راته يادېږې
تسکين
ياره خوله ګنډلې زمانه کې مې ژوندون دی
نوم دې اخيستی نشم په خوله راته يادېږې
مهران
ماچې له تا درس ويلې بکسه مې پر رقيب راوړه
بار به کتابونه وو پر خره راته يادېږې
سکندر
بيابه لارې بندې وي زما خو اندېښنه ده
واوره يې نېولې ده پر غره راته يادېږې
مهران
ښکلی يم له ما يې هم ورخ وړی سکندره
ځان مې دی چيچلی لکه زه راته يادېږې
سکندر
زه لوګی بانه کړمه په تاپسې ژړېږم
ناسته يم په ژۍ د تناره راته يادېږې
۱۳۹۱/۹/۱۳ ليندۍ
د هجران احمدزي جونګړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
څه مې ګنا وه چې زما د زړګي زور دې واخيست
لکه چنار د خپل ښايست له اوره اور دې واخيست
د مينې پانګه به دې بل چېرې پکار کړې وه
راغلې په ټول ښار کې زما د زړګي کور دې واخيست
خدای ج دې برغولی کړه بيلتونه د سرکي تناره
زما نظر زما د دواړو سترګو تور دې واخيست
زما غزل چې سندريز شي نو مستي پيدا کړي
داسې دې شرنګ پيدا کړ ياره داسې شور دې واخيست
د خدای ج نيک بخته څومره لوی بار ته اوږه دې ورکړه
په کرکه خېلو کې زما په تهمت تور دې واخيست
هله ور غږ کړه ساقي جان ته چې تسکين شې يخ شې
د زړه په ډډه باندې غرونه غرونه اور دې واخيست
۱۳۹۱/۸/۲۲
ژوند اف ام راډيو ــ پکتيا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فريد احمد تسکين
اشنا راوړه د سترګو خمارونه غېږې غېږې
چې کم مې شي د زړه سوي دردونه غېږې غېږې
خاونده بهارونه د خوښيو پرې نازل کړې
ترڅو به وي دې چم کې فريادونه غېږې غېږې
له تاسره خندا او خوشالي ښايي لاليه
له ماسره کوکارې او ويرونه غېږې غېږې
دوښمن ته مې ور بارکړل سره لعلونه غېږې غېږې
بدل کې مې ترې راوړل ټوپکونه غېږې غېږې
زموږ په ښاريه کې ده قحطي د مينې ډېره
تسکينه ستاسو ښارکې ديدنونه غېږې غېږې