د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1024 شاعران8487 شعرونه
فريد احمد تسکين

غزل

که هرڅو له تانه لرې يا نږدې يم
لکه کيف غوندې به بياهم درپسې يم
په زړګي کې ستا دمينې جذبه راکړې
نور تنګ شوی له بې مينې زمانې يم
بازاري ښکلي پرون راته ويل چې
کله يومخ کله بل مخ د سکې يم
را ويستلی دې په څه له حافظې يم
اخر ولې؟ ستا دچم ستا د کوڅې يم
د غرور ماڼۍ که هرڅو کړم ودانې
اخر بيا هم لکه ګل خاورې اېرې يم
تا چې ووينم په زړه باندې تسکين شم
باور وکړه بې قراره ترهغې يم



۱۳۹۱/۱۱/۱۹سلواغه
پکتيا اتفاق مېنه

د شاعر نور شعرونه ←