پښتو ادب · شاعران
عبدالطیف منت بار
د عبدالطیف منت بار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
افغان تهبشپړ شعر ولولئ
افغان ته
عبدالطیف منت بار
سترګی خلاصی کړه ښه وګوره جهان ته
بیا نو لږ څه پاملرنه وکړه ځان
ته
بیوزلی خو دی نن وګوره په خپله
نور له ځمکی نه خلاص شوی ځی کیهان ته
د موقع نه
چی دی کار اخستی نه دی
اوس دی وازه خوله نیولی ده اسمان ته
خپلی مټی دی په کار اچولی نه شی
م
دام ګوری د پردیو د ستر خان ته
له تا وروسته مخکی شوی په مزل کی
کږ په ځغلند نظر وګوره جاپان ته
ته په خاورو کی لغړیږی په دنیا کی
دوی په پوها رسولی ځان کیهان ته
سر دی جګ
کړه لیونیان در پوری خاندی
لږ دی وګوره خپل سر او خپل سامان ته
د ژوند سطح د هر چا ده لوړه شوی
تنبلی پاتی ده تا غوندی انسان ته
همیشه به خواړه غواړی له اغیاره
څوګ چی سپک ګوری د خپل کلی
دهقان ته
چی د هر سړی ټپ سوری پاتی شوی
، منت بار ، چورتونو وړی دی افغان ته
ژړابشپړ شعر ولولئ
ژړا
عبدالطیف منت بار
شابس ژړیږه د ژړا سره بلد زړګیه
په ژوند کی نه شوی د خندا سره بلد زړګیه
داستا غوښتنی خاوری شوی عاطفه مړه شوی
پریوزه بلاکی د بلا سره بلد زړګیه
له بی دردانو هیله مه کوه د درد و علاج
ځان کړه ظلمونو د دنیا سره بلد زړګیه
توری څیری کله سپینیږی په مینځلو باندی
د ژوند د هری ناروا سره بلد زړګیه
له مانه مه غواړه هغه چی دی پرپښو دروی
د ژوندانه هری خطا سره بلد زړګیه
د زمانی ظلم هیرنه کړی کوم چی کیږی پرتا
د ابتدا او انتها سره بلد زړګیه
تیری چړی درپسی ګرزی ګوره وژنی دی پری
ای د سزا او ناسزا سره بلد زړګیه
د ( منت بار ) خبرو تا باندی تا ثیرونه کړو
نور به کارنه لری د چا سره بلد زړګیه
دکلي خلکبشپړ شعر ولولئ
دکلي خلک
عبدالطیف منت بار
رښتیا چی ډیر پاک زړی دی زمونږ دکلی خلک
غښتلی دی پیاوړی دی زمونږ د کلی خلک
په هو او نه یی هر وقت دی باور تر لاسه کړی
وطن کی فعال غړي دی زمونږ د کلی خلک
زړه سوی او عاطفه دی کی بی جوړی راته ښکاریږی
په دی لاره کی ستړی دی زمونږ دی کلی خلک
په مینه د وطن یی مدام سر دی قربان کړی
ژوندی غوندی وګړی دی زمونږ د کلی خلک
دښمن ته یی غاښ ماتی ځوابونه دی ورکړی
دی لارکی نوموړی دی زمونږ دی کلی خلک
میړانه نارین توب مدام د دوی د ژوند شعار دی
نړۍ تجربه کړی دی زمونږ د کلی خلک
خو دریغا ورته کار تیرو و ختوکی چاونه کړو
اوس پاتي پوروړی دی زمونږ دکلی خلک
هم کر کوی هم ریبي او هم غوا او غواږی روزی
مشغول په چرګ چرګوړی دی زمونږ د کلی خلک
د پولو په ساتنه کي ورکړی امتحان دی
په دي کار کي سرلوړي دي زمونږ د کلي خلک
نوښت او استعداد کی جوړه نه لري جهان کي
د بخت لارکی نیمګړي دي زمونږ د کلی خلک
دا خلک دوران ساز او تاریخ ساز دی منت باره
په هر ځای کي لوړ پوړي دي زمونږ د کلی خلک
د پیرزو خبریبشپړ شعر ولولئ
د پیرزو خبری
عبدالطیف منت بار
د نن کوچنی نه د سباله پاره پلارجوړ کړه
ددی هیواد بیا ودانی
ته تری معمار جوړ کړه
لار د فساد ورباندی بنده کړه چی تنګ یوترینه
د نن کوچنی ځینی سمبول د افتخار جوړ کړه
ویجاړی لاری د ویجاړو کوڅی وینی که نه
له دی کوچنی ځینی د خاوری خدمتګار جوړ کړه
مایی په ټنډه که تل لار
د پر مختیا لیدلی
خیر که کوچنی دی خو سړی ترینه د کار جوړ کړه
زما په درد باندی پوهیږی دا باور دی زما
خو ته په ده د دی وطن نقش د نګار جوړ کړه
د نهفتو په کور او کلی کی لوی شوی دی دا
د پلار په شان ترینه د خاوری خدمتګار جوړ کړه
په کور و کلی کی چی ژوند در ته په پښو دروی
د نن کوچنی باندی زمونږ ژوندون
بیمار جوړ کړه
د ،منت بار، هره غوښتنه ده په ژوند ولاړه
د دی و طن بچی ته ژوندنن مزه دار جوړ کړه
زه به نه یمبشپړ شعر ولولئ
زه به نه یم
عبدالطیف منت بار
ډیر کاږه به په لارسم وی زه به نه یم
تنګ نظر به تری تم وی زه به
نه یم
وران کاری به وی پښو باندی شل شوی
تری به پاک زموږ حرم وی زه به نه یم
د هیواد په ابادی به وی لاس پوری
ظلم زور به زیاتی کم وی زه به نه یم
ورورولی عزیزولی به وی باب شوی
نیت نا بود به درد و غم وی زه
به نه یم
د خا شخاشو په کرلیکه به بندیز وی
ټوکیدلی به شړ شم وی زه به نه یم
په ترور او ځان مرګی به وی م
ور بوره
ورک به نور مار و لړم وی زه به نه یم
د خوښی په ترانو به وی خولی خلاصی
هم به ګل هم به شبنم وی
زه به نه یم
د ظالم نه به ګریوان د مظلوم خلاص وی
عدالت به نور حاکم وی زه به نه یم
که رښتیا را باندی
وایی ، منت بار ه،
خوشحالی به چم به چم وی زه به نه یم
ښځهبشپړ شعر ولولئ
ښځه
عبدالطیف منت بار
ښځه مور ده ښځه نیا ده
ښځه خور ښځه دنیا ده
هم خندا ده هم مسکا ده
هم ډیوه ده هم رڼا ده
ښځه د ژوند ملګری
که یژدی وی او که لیری
ښځه مینه محبت دی
ښځه شان ښځه شوکت دی
ښځه پند ښځه حبرت دی
ښځه مال ښځه دولت دی
تل به ټول کوی خبری
که نژدی وی او که لیری
ښځه زیری د سمون
دی
د يو والی پیوستون دی
پکی زیری د ژوندون دی
، منت بار ، به ويښ مضون دی
ژوند کی ستا دی هم نظری
که
نژدی دی او که لیری
د خلکو خوراکبشپړ شعر ولولئ
د خلکو خوراک
عبدالطیف منت بار
ما ډیر خلک لیدلی اوښ له باره سره خوری
د بل د لاس ټناکی له
ازاره سره خوری
په کار باندی شرمیږی بی کاری کی تیروی شپی
د ګیډی خواړه ځکه په تیاره سره خوری
د بل په کړیدلو کی د ځان ارامی غواړی
د نورو خامی غوښی له پر هاره سره خوری
د شوکی په نوم باندی چی اوبه خړوی بل ته
نو خود به ډوډی ء غوړه مزه داره سره خوری
مظلوم او ظالم
دواړه چی یو شانته ورته ښکاری
نو ځکه توره شپه له سپین سهاره سره خوری
قانون چی تری تم شی
په دنیا کی ، منت باره،
ملت به د زړه غوښی له پرهاره سره خوری
زما زړه !بشپړ شعر ولولئ
زما زړه !
عبدالطیف منت بار
نژدی شوی دی چاودون ته زما زړه
خو چی ګوری نن پرون ته زما زړه
د دنیا خلک خندا راځینی غواړی
تیار کله دی دی یون ته زما زړه
بس توری کاڼی دی وریږی له هر خوانه
نژدی شوی دی جنون ته زما زړه
د بی رحمی زمانی زړګی یخ نه
شو
لا راکاږی سوزیدون ته زما زړه
دبدی نښی بدانو را پیروزو کړی
چی دی پاتی ځګر خون ته زما
زړه
خپلو پردو ورباندی ډیر ظلمونه کړی
ښکاری عزم کی پښتون ته زمازړه
مقتدرد
اقتدار مزی ټینګ کړی
رسیدلی حال زبون ته زما زړه
عاطفه چا پیروزونه کړه ، منت باره ،
کله ګوری چی ګردون ته زما زړه
ګناه لریبشپړ شعر ولولئ
ګناه لری
عبدالطیف منت بار
ځان ساته له شر ګوره ګناه لری
ستا دا تنګ نظر ګوره ګناه لری
مه
شینده اغزی د چا په لاره کی
داسی کښت و کر ګوره ګناه لری
لاس ورکړه لویدلی ته چی ودریږی
بل رنګه ثمر ګوره ګناه لری
ژوند د عاطفی سره ملګری کړه
ظلم په بشر ګوره کناه لری
وایه په صفا ټکو کی و وایه
خوشی درد
سر ګوره ګناه لری
چا ته ازار مه رسوه ژوند کی ته
داسی ګریوان تر ګوره ګناه لری
ګټه چی حلاله وی نو خوند
کوی
دا دغلا هنر ګوره ګناه لری
ژوند د، منت بار ، په کاڼو مه وله
شپه وی که سحر ګوره کناه لری