افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1604 شاعران10564 شعرونه
زما زړه !
نژدی شوی دی چاودون ته زما زړه
خو چی ګوری نن پرون ته زما زړه
د دنیا خلک خندا راځینی غواړی
تیار کله دی دی یون ته زما زړه
بس توری کاڼی دی وریږی له هر خوانه
نژدی شوی دی جنون ته زما زړه
د بی رحمی زمانی زړګی یخ نه
شو
لا راکاږی سوزیدون ته زما زړه
دبدی نښی بدانو را پیروزو کړی
چی دی پاتی ځګر خون ته زما
زړه
خپلو پردو ورباندی ډیر ظلمونه کړی
ښکاری عزم کی پښتون ته زمازړه
مقتدرد
اقتدار مزی ټینګ کړی
رسیدلی حال زبون ته زما زړه
عاطفه چا پیروزونه کړه ، منت باره ،
کله ګوری چی ګردون ته زما زړه