د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
عبدالطیف منت بار

د پیرزو خبری

د نن کوچنی نه د سباله پاره پلارجوړ کړه
ددی هیواد بیا ودانی
ته تری معمار جوړ کړه
لار د فساد ورباندی بنده کړه چی تنګ یوترینه
د نن کوچنی ځینی سمبول د افتخار جوړ کړه

ویجاړی لاری د ویجاړو کوڅی وینی که نه
له دی کوچنی ځینی د خاوری خدمتګار جوړ کړه
مایی په ټنډه که تل لار
د پر مختیا لیدلی
خیر که کوچنی دی خو سړی ترینه د کار جوړ کړه
زما په درد باندی پوهیږی دا باور دی زما

خو ته په ده د دی وطن نقش د نګار جوړ کړه
د نهفتو په کور او کلی کی لوی شوی دی دا
د پلار په شان ترینه د خاوری خدمتګار جوړ کړه
په کور و کلی کی چی ژوند در ته په پښو دروی
د نن کوچنی باندی زمونږ ژوندون
بیمار جوړ کړه
د ،منت بار، هره غوښتنه ده په ژوند ولاړه
د دی و طن بچی ته ژوندنن مزه دار جوړ کړه

د شاعر نور شعرونه ←