پښتو ادب · شاعران
زيارمل وردګ
د زيارمل وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زيارمل وردګ
شرنګ د ځنځير شور د بنګړو پسې ځم
حسن پرست يم لېونوپسې ځم
سترګې به څارمه څه غلې سترګې
چا ويل تورو پسې شنوپسې ځم
زاهده راشه همسايه شه زما
له ما نه زده
كړه چې زه څو پسې ځم
زما لټو اوستا لټو سوادى
ته په تياره زه په ډېوو پسې ځم
خير كه
ړا نده دي بي نظره نه دي
يمه پښتون په پښتنو پسې ځم
قسم په رب چې زه په درد مئين يم
خوښي
دې ستاوي زه غمو پسې ځم
دا خومحال چې به هېرشي له تا
بس نو زړكيه په هغو پسې ځم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زيارمل وردګ
وړوكې وه رالويه شوه رڼاد رنګ اونورده
كرلې مې په زړه يوه ښكلاد رنګ اونورده
دحسن په جلوه يې دجنون تركلي راغلم
ادا، ادا، ادا يې بس ادا د رنګ اونورده
راغاړه راغړۍ شوه نن مې بيا په كاڼوولي
دزړونوپه مالت كې بس غوغا د رنګ اونورده
نيمګړې ده جنونه خوپوره يې له تاغواړم
مودې شوې راسره يوه سودا د رنګ اونورده
دمينې لارويو نن پيالې دجنون اخلئ
يوكړنګ ترېنه اوچت كړئ چې بقا د رنګ اونورده
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
زيارمل وردګ
شعر
زيارمل وردګ
سترګې څارم په يوچا پسې ګرځېږم
هسې نه چې
په هرچا پسې ګرځېږم
ستا د مينې ابتدا شوه را ته ګرانه
اوس كه ګرځم ا نتها پسې ګرځېږم
په
نظر يې بدرنګي اوښكلا يوده
دې ړندو ته په رڼا پسې ګرځېږم
توره شپه ده لاس نيوى به مې څوك وكړي
په يو ښكلي روڼ سبا پسې ګرځېږم
چې يې عقل شين لوګى كړ لېونى شوم
زما زړه دي يو ځل بيا پسې ګرځېږم
د ړندو په ښار كې سترګې په پورغواړم
ټول بدرنګ دي په ښكلا پسې ګرځېږم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زيارمل وردګ
غزل
زيارمل وردګ
زما دروح دښكلاګا نو منورجانانه
زما دزړه
په هسك ولاړه لكه لمر جا نانه
مودې شوې تېرې په تورتم په تورو شپو كې يمه
زما دتورو شپو تورتم ته سپين سحر جا
نا نه
نن خومې بيا سترګو په سترګوكړلې سترګې دچا
سورى سورى شوم يو ځل بيا دزړه په سرجانانه
زړه اونظر
مې واړه ته شوې بل څه نه پېژنم
زما دزړه زما دسترګويې نظرجا نانه
څومره مې زړه ته را نيږدې شوې څومره لرې شولې
راته سپوږمۍ شوې په هنداره كې دلبرجانانه
ملګرو زړه مې رانه ورك دى نښا ني يې داده
خول يې غوټۍ سترګې بادام
شونډې شكر جا نا نه
سترګې له تا، زړه مې له تا، روح مې له تاسره دى
مينې جوړ كړي يو له دوو نه يوبشرجا نانه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زيارمل وردګ
زما دوې سترګې ديار دي نورې څه كړم
چې په زړه زما پرهاردي نورې څه كړم
ما وې زړه به مې د يارپه سترګو خوښ شي
چې يې ګورم دل ازرا دي نورې څه كړم
دچا سترګومې كړې دوې سترګې په سترګو
اوس يې سترګې داغياردي نورې څه كړم
را ته وايي دې ما لت
كې ښكلي ډېر دي
زما سترګې ستا په كار دي نورې څه كړم
چې دې كړې هم وعدې راسره نه وي
بيا هم ستا په ا
نتظار دي نوري څه كړم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زيارمل وردګ
منې چې له يو زړه نه بل ته تاردي ؟
منكرنشې داحكمت دكردګاردى
زما
زړه راته څرګنده ائينه شوه
د همدم زړه مې په ماباندې پرهاردى
هيڅ د روح په تسلسل يې باورنه شى
زاهد چاويل
ملګروچې هوښياردى
دلمرمخيود تايفې ظلم عادت دى
زمايار دى كه ظالم دى كه خونكاردى
زه د روح په ائينه كې هرڅه ګورم
هريو څيز په معنويت راته اظهاردى
زه په زړونو سلطنت كوم زاهده
زما زړه دى هرچې ستاپه سترګوخواردى
جانانهبشپړ شعر ولولئ
جانانه
زيارمل وردګ
زړه دركوم جانانه زړه غواړمه
دمحبت خواږه ترخه غواړمه
چې موشي
مينه په نفرت بدله
چې مې دركړي هغه څه غواړمه
****
كه دې ز ماپه زړه كې مينه نشته
زماپه ليدودي زړه ډوبيږي
ولې
كله چې ماسره خبرې كوې
له مانه سترګې دې شرميږي ولې
***
جانانه پريږده ستادخولې خبرې
نه منم ستاواړه
ګيلې خبرې
په زړه دې څه دي راته حال نه وايې
په خوله دې مه راوړه ترخې خبرې
***
جانانه څه وايې چې څه غواړمه
؟
ستاسوركې شوندې سپينه خوله خواړمه؟
نه نه جانانه اشتباه دې كړې
كه ته دا وايې نوخطادې كړې
***
زه خوم
ئين يم په ښكلامئين يم
ته ډيره ښكلې يې په تامئين يم
زه له خوښيونه لمن ټولوم
زه كه مئين يم په ژړام
ئين يم
***
جانانه نه ده زماد وس خبره
چې كله سترګې كله زړه غواړمه
يامي بايللي چې په مينه كې دي
له تانه
بيرته هغه څه غواړمه
***
مازړه دركړى درنه زړه غواړمه
ستاپه زړګي كې اوسيده غواړمه
چې يې احساس دمينې
بولې ګرانې
بس درنه غواړم هغه څه غواړمه