د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10557 شعرونه
زيارمل وردګ

جانانه

زړه دركوم جانانه زړه غواړمه
دمحبت خواږه ترخه غواړمه
چې موشي
مينه په نفرت بدله
چې مې دركړي هغه څه غواړمه
****
كه دې ز ماپه زړه كې مينه نشته
زماپه ليدودي زړه ډوبيږي
ولې
كله چې ماسره خبرې كوې
له مانه سترګې دې شرميږي ولې
***
جانانه پريږده ستادخولې خبرې
نه منم ستاواړه
ګيلې خبرې
په زړه دې څه دي راته حال نه وايې
په خوله دې مه راوړه ترخې خبرې
***
جانانه څه وايې چې څه غواړمه
؟
ستاسوركې شوندې سپينه خوله خواړمه؟
نه نه جانانه اشتباه دې كړې
كه ته دا وايې نوخطادې كړې
***
زه خوم
ئين يم په ښكلامئين يم
ته ډيره ښكلې يې په تامئين يم
زه له خوښيونه لمن ټولوم
زه كه مئين يم په ژړام
ئين يم
***
جانانه نه ده زماد وس خبره
چې كله سترګې كله زړه غواړمه
يامي بايللي چې په مينه كې دي
له تانه
بيرته هغه څه غواړمه
***
مازړه دركړى درنه زړه غواړمه
ستاپه زړګي كې اوسيده غواړمه
چې يې احساس دمينې
بولې ګرانې
بس درنه غواړم هغه څه غواړمه

د شاعر نور شعرونه ←