افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
1825 شاعران12192 شعرونه
غزل
شرنګ د ځنځير شور د بنګړو پسې ځم
حسن پرست يم لېونوپسې ځم
سترګې به څارمه څه غلې سترګې
چا ويل تورو پسې شنوپسې ځم
زاهده راشه همسايه شه زما
له ما نه زده
كړه چې زه څو پسې ځم
زما لټو اوستا لټو سوادى
ته په تياره زه په ډېوو پسې ځم
خير كه
ړا نده دي بي نظره نه دي
يمه پښتون په پښتنو پسې ځم
قسم په رب چې زه په درد مئين يم
خوښي
دې ستاوي زه غمو پسې ځم
دا خومحال چې به هېرشي له تا
بس نو زړكيه په هغو پسې ځم