د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شمال وردګ

د شمال وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمال وردګ

تصوردخال اوخط کی تراسمان ورسیدم*
توصیل که دجانان تربل جهان ورسیدم*
دعشق براق چه والوت په افق داسمانونو*
دلمر ز رینو و ړانګو تر مقام و ر سید م. *
توحید مقام ته لار درسیدو ده ای زاهده*
په عشق کی می دیدارته دجانان ورسیدم*
ای شیخه دتسبوح زینه نه رسي تراسمانه*
چه ولول شوي توري زلفي ترارمان ورسیدم*
لیدلي مي دي دیرچه له کاروانه پاته شوي*
دعشق په شوګیروکي له منزله ترمقام ورسیدم*
سپني پګړي سپني جامي ناست درنګریزپه دوکانوکي*
تش کچکول په میخانو کي ترډک جام ورسیدم*
جنازي دارمانونو چه باريږي دوطن کي*
د( شمال) په دوعاګانوزه له کفره تراسلام ورسیدم*
درناوی شمال وردګ دسیدنی ښار.

دواده مخکي کونډهبشپړ شعر ولولئ

دواده مخکي کونډه

شمال وردګ

ﺯﻣﻮژدکلي شکلي پيغله چه ديوځوان سره پاکه سپڅلي مينه درلوده دهغه سره يي کژده وکړه وروسته چه زموژدکلي ملا دجنت دحوروپه صفتونو خوله پوري کړه نودهغي دميني دنياګي يي ړنګه کړه اودا شکلي ځوان بمونه په ځان پسي وتړل دکوزکلي په جومات کي يي ځان توتي توتي کړ.
نوهغه شکلي پيغلي خپل دزړه تکي اوزموژدکلي دملا او دهغه جادوګري ناليدليي حوري نه په داسي ګيله ګي بيان کړ.

 (دشکلاملغلره دواده نه مخکى کونډه شوه)

نه پوهژم  څوک يي ته دکومي بدري خوريي

 کومــه جادوګــره دکابــل که دي لاهــوريي

 ستاسوتصويرونوتصورکي نړي ورانه کړه
 ستاسوصفتونوزمادميني کيژدي ورانه کړه
 ستسوپــه صفت زمــوژدکلي ملامــوړنــه شو
 ستاسوناليدلي ښايست هڅکله هم زوړنه شو

 نه پوهيژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي
 کومــه جــادوګــره دکابــل کــه دلاهــور يي

 تادډيروپيغلوارمانونه خاوري خاوري کړل
 تاډيري ځوانان په ځان تړي   بموپوري کړل
 ملازمـــــوژدکلي تـــــــه ليـــــــــــــــــدلي يي
 ځکه دصفت هره جمعه کړي څومره شکلي يي

 نه پوهيژم څوکي پي ته دکومي بدري خوريي
 کومـــه جادوګره دکابل که دلاهـــــــــــــوريي

 ملازموژدکلي موژته تل دجنګ ميدان غواړي
 خوځانتــه ښي بنګلي ښه موټــــران غواړي
 موژتــــه تـــل صفت ستـــادشکلاکـــــــــوي
 خوځـــان تــه 4 ښځي پــه نکاح کــــــــــوى

 نه پوهژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي.
کومــه جادوګره دکابــل که دلاهــــــــــــوريى
 تاســوڅــه جــــادوزمـــوژپـــــه ځلمــــــوکړي
 هرڅه تري نه هيرشول اوس تکل يي د درتلو کړي
 تاپـــه ددنيــازمــاهــرڅه پـــه اوربدل کړل
 تازماښادي هجره جومات په ويربــدل کړل

 نه پوهيژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي
 کومــه جادوګره دکابــل که دلاهـــــــــــــوريي

 دهرچاودني غږکي ارمانونه خاوري کيژي
 زموژدکلي پيغلي به په ټول عمـــرژړيژي
 خدايه. ستالويه خدايي کي هغه مات زړونه ماتيژي
 بــوري ميندي بـــوري بــه تــرڅووپــوري ځوريژي

 نه پوهژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي
 کومــه جادوګره دکابــل کـــــــه دلاهـــوريي

 آظالمي حــوري زمامينــه مخه ښــه کوي
 وګوره چه څنګه يي ملګروته غوسه کوي
 ځم ناوخته کيژي بيابه وينو په جنت کي
 اخلوبه خوندونه موژ د حوروپه وصلت کي

 نه پوهيژم څوک يي ته دکومي بدري خوريي
 کومـــه جــادوګــره دکابــل کــه دلاهــــــوريي

 سوځي هغه ځمکه چــه دپاسه اورپــري بــل دي
 ملاته يي فرق نشته خپل يي نه دي زوي دبل دي
 زموژدغه پاکي اودااخلاص دي ستا جيګروخوري
 هغه ښايسته ګلالي حـــوري دي ستـــــاسروخوري
                                                                     درناوى

  دسيدنى ښار
00/00/2015

پسرليهبشپړ شعر ولولئ

پسرليه

شمال وردګ

 

راوړه پسرليــــــــــه دګولونـــــــو هار له ځان سره

 باران دســـــــروغميوديـــــــاقوتــــواومرجان سره

 زماداميـــدونودښتى غرونـــــــــه مړاوى شوى دى

 راوړه څاڅکي څاڅکي درحمت باران له ځان سره

 مائي دحجران ژمي ســـــاړه ســـــاړه تيرکړى دى

 راوړه دوصال زيــــرى قاصده لــــــه کاروان سره

 په سرواوشنوټکريوبيــــاد"جرچينه"رنګيـــــنه کړه

 ماړه کړه په ديــــداريوځلى بيــــــادوه مينان سره

 ډلي به شى جوړى دى خوبانــــوشنو باغـــوپه لور

 يوځاي بــه شى نازونـــه دخوبانـــوسره ګلان سره

 کلـــه چـــه دسروګلــوقطارپـــه اوربـــل جـــوړسى

(شمال) به ورته جوړکړى دسرټيک دسره پيزوان سره

 راوړه پسرليـــــــــه دګلـــونوهـــــــار لـــــه ځان سره
 باران دســـروغميــــو ديـــاقوتــــــــواومرجان ســره

                                                                           ( دسيدني ښار)
                                       

دحراست اوثبات شوراته‏بشپړ شعر ولولئ

دحراست اوثبات شوراته‏

شمال وردګ

 (په افغانستان کي د جهادى ناورين   سياسى لوبغاړودنوىلوبى(دثبات اوحراست شورا) په نوم سرخلاسى ليک)

   د جهادى بانډونومشرانو

 چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشته دى
 نــورنــودوطن کى کــوم افغــان نشتـــــه دى
 بــل کــوم غيــرتى اوبـــاايــمان نشتـــــه دى
 نــورنــودرانى اوابــداليــان نشتــــــــــــه دى

 اوس تورکافر شودکعبى نګهبان
 ددهشتګرپه نوم اسلام شوبدنام
 دقاچبرپه نوم افغان شوبــدنام
 ټوله دنياکى مسلمان شوبــدنام

     لاهم ستاسوزړه يخ نه شو           (نه          ځکه)

نشته دوطن کى نورغازى محمدجانخان نشته دى
 چه پــه درددوطن ســوځي هغــه ځـوان نشته دى

 د هــزاره پــه نــوم افغــــان شــــو حلال
 هلته فارياب کى ټول مشران شول حلال
 هلته په خــوست کى دسرووينــوسيلاب
 دشاه شهيــدنــــــاوريــن مونــه دى پياد

   لاهم ستاسوزړه يخ نه شو               (نه          ځکه)

نشته دى دتــورو اميرمسجدى خان نشتــه دى
 چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشته دى

 جومات مــوپــوليګــون دانتحارشـــــو
 خوشحالى کى مو په رڼاورځ انفجارشو
 دلته دبي شرمواوسپين سترګواقتدارشو
 هرتــورمخى پنجابى زمــوږه پلارشـــو

    لاهم ستاسوزړه يخ نه شو                (نه                ځکه)

نشته دوطن کى ابراهيم بيګ محمدخان نشته دى
 چــه پــه درددوطن سوځي هغه ځوان نشتــه دى

 تاســوزمــوږ تـــــاريخ لــه منځه يــــوړلو
 تاسوافغانى غيرت غرورله منځه يــــوړلو
 تاسوزموږمعلم اورغتياپال له منځه يوړلو
 تاسوپه باميانوکى(صلصال)له منځه يوړلو

لاهم ستاسوزړه يخ نه شو                 (نه            ځکه)

نشه دوطن کى هزاره شيرمحمدخان نشته دى
 چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشته دى

 مينــدى خوپه بيابيابورى بـــــورى شــوى
 خوينــدى په ژړاژړارنځـــــورى شــــــوى
 کونډي پــه خيرات غوښتومجبورى شوى
 وينى موپه خپل کور کى ضرورى شــوى

   لاهم ستاسوزړه يخ نه شو                      (نه          ځکه)

نشته دوطن کى ميوندى ميرويس خان نشته دى
 چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشتـــــه دى

 شپينيوعملياتوزموږخوبـــونـــه تښتــــولى دى
 پتيښته غرورغو زموږاولادونه ستړى شوى دى
 تــورکافرټـــوپک پـــه ټنډه رتـــه نيــــولى دى
 کډي مــو پــه  تــوروشپــوبــارشــــــــويي دى

خوستاسو زړه يخ نه شو                    (نه         ځکه  )

نشته دوطن کى نورچرخى غلام محمدخان نشته دى    
چــه پــه درددوطن سوځي هغه ځوان نشتــــــــه دى

 تاســوبيګناه خـــورکى پــه دارکړله
 تاسورخشانه څنګه سنګسارکړلــــه
 ناهيدموله پنځم منزل غورزارکړله
 فرخنده موپه اورونوکى مرګبارکړله
       
 لاهم    ستاسوزړه يخ  نه شو                (نه              ځکه  )

نشته دبيننګو کى  رښتياويلوتوان نشته دى
 چه په درددوطن سوځي هغه ځوان نشته دى

 دلتــه په رښتياويلوډيرخلق پــه دارشول
 دلته داغيارپه ژبه ډيرخلق سنګسارشول
 دلته دپردوپه خوله قومونــه تارزارشول
 دلته بي هرمته نن  دهرچاموراوپلارشول                                       

  لاهم ستاسوزړه يخ نه شو                 (نه          ځکه)

نورپه دبيننګوکى وجدان نشته غيرت نشته ايمان نشته دى
 چـــه پـــه درددوطن ســـوځي هغـــه ځـــوان نشتـــــه دى
 بــل کــوم غيـــــــرتى اوبـــاايــــــمان نشتـــــــــــــــــه دى
 نــــورنـــــودرانى اوابـــــداليـــــان نشتــــــــــــــــــــــه دى
                        

 (دسيدنى ښار)
26/12/2015

دعاشقانوفـــــــريادبشپړ شعر ولولئ

دعاشقانوفـــــــرياد

شمال وردګ

 معشوقه

نه مي لـه چـا زړه وړى زه دچـادلبرنـه يـم

نـه دزړه ازار اخلـم زه دزړه پـرهر نه يـم

عاشق

زمـاپـه بـڼو چـاپ د چـا دکو ښـو دى؟

څنګـه راتـه وائي چـه زه غـل نـه يـم

زړه مي ستـاسـوکلى کى ورک شوى دى

ولــى راتـــه وايي چــه دلبــرنـه يــم

نه يم غلت شوى په رښتيا په تا شکمن يمه

مه وايه نـورمه وايـه چه ستادزړګى سرنه يم

دزړه پـه سرمي ستا دبڼـو غشى لګيـدلى دى

ولي راتـــــه وايي زه خـــــبرنــــه يـــــــــــم

دزړه طوطي مى ستا دستــرکو ښکارشولو

 وايي دعاشـــــق دزړه خنجـــــــرنــه  يم

نورپه ښکليو هيڅ وخت اعتبار مکړه (شماله)

زړه به درته درته داغ کړى بيا به وائي ملهم ګرنه يم

( دسدنى ښار)
24/12/2015

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شمال وردګ

دعشق طوطى مى سره منګول دزړه په سرنيولى*

ځکه مى لاس دپاکى مينى پــاس پــه سرنيولى*
     
  خمــار د تــورو ستــرګو د وږ مى دسبــاراشى*

ساقى په سپينو لاسو ډک جامونه تر سحر نيولى*

اوښکه اوښکه شوم دشمعى سرو لمبو کى*

دخيــرات لاس  مى پــه لورى ددلبر نيولى*

چــه دعشق سيلى دستــا لــه لــورى راغله*

طو طيانو ځکه بړبوکۍ ته مات وزر نيولى*

نورمي دصبرکاروان ستړى شوګيرونه شولو*

دجرس چيغو او فرياد زړه ته خنجر نيولى*

ستا دعشق په سرولمبو کى ئي جلوه ليدلى*

حلقه په غاړه ده (شمال)دتوبو درنيولى*  
 دسيدنى ښآر

دوحشت انځوربشپړ شعر ولولئ

دوحشت انځور

شمال وردګ

تياري هرځلمى ته په جنت کى (70 ) حورى شى*
چه دهريوانتحارسره په لسګونو ميندى بورى شى*

وکړه انفجا ر په جناز و کى قتل عام و کړه*

يادننه په جومات يائي په وره کى ياپه بام وکړه*

که دلته خلک کم ٶ په واده کى ئي دافغان وکړه*

هرکله چه کونډى په خيرات غوښتو مجبورى شى*

تيارى به بياتاته په جنت کى (70) حورى شى*
چه ستا دانتحار سره په لسګونو ميندى بورى شى*

جنت ته رسيدل خو قربانى غواړى*

دحورو مخ ليدل مخ ديدنى غواړى*

جهادخوصداقت رښتينولي غواړى*

ټوټى کړه ځان ټوټي کړه چه په برخه دسرى سپينى شى*

تيارى به بياتاته په جنت کى (70) حورى شى*
چه ستا دانتحار سره په لسګونو ميندى بورى شى*

چيرته چه دخلکوګڼه ګوڼه څومره ډيره وى*

دومره به ستا برخه پکشى ډيره وى*

چيرته چه تورسرى ،ماشومان پکشى سربيره وى*

غږ دانفجارسره به دى ميندى خويندى هيرى شى*

تيارى به بيا تاته په  جنت  کى (70) حورى شى*
که دهر يوانتحارسره په لسګونوميندى بورى شى*

عجبه ده ترڅوبه په هرچاپسى روان ٶ*

ترڅوبه په انګريزاوګوډملا پسى روان وو*

ترڅو به يادپيراوياحضرت صاب مريدانوو*

دوعاکوه (شماله)چه خوږلن په طالب پورى شى*

نوربه زموږميندى نه بى ستره نه سرتورى شى*

هلته به دى ټګ اود ټګمارکاسى نسکورى شى*
                  درناوى

   (  دسيدنى ښار)