د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
شمال وردګ

غزل

دعشق طوطى مى سره منګول دزړه په سرنيولى*


ځکه مى لاس دپاکى مينى پــاس پــه سرنيولى*
     
  خمــار د تــورو ستــرګو د وږ مى دسبــاراشى*


ساقى په سپينو لاسو ډک جامونه تر سحر نيولى*


اوښکه اوښکه شوم دشمعى سرو لمبو کى*


دخيــرات لاس  مى پــه لورى ددلبر نيولى*


چــه دعشق سيلى دستــا لــه لــورى راغله*


طو طيانو ځکه بړبوکۍ ته مات وزر نيولى*


نورمي دصبرکاروان ستړى شوګيرونه شولو*


دجرس چيغو او فرياد زړه ته خنجر نيولى*


ستا دعشق په سرولمبو کى ئي جلوه ليدلى*


حلقه په غاړه ده (شمال)دتوبو درنيولى*  
 دسيدنى ښآر

د شاعر نور شعرونه ←