د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1652 شاعران10764 شعرونه
شمال وردګ

غزل

تصوردخال اوخط کی تراسمان ورسیدم*
توصیل که دجانان تربل جهان ورسیدم*
دعشق براق چه والوت په افق داسمانونو*
دلمر ز رینو و ړانګو تر مقام و ر سید م. *
توحید مقام ته لار درسیدو ده ای زاهده*
په عشق کی می دیدارته دجانان ورسیدم*
ای شیخه دتسبوح زینه نه رسي تراسمانه*
چه ولول شوي توري زلفي ترارمان ورسیدم*
لیدلي مي دي دیرچه له کاروانه پاته شوي*
دعشق په شوګیروکي له منزله ترمقام ورسیدم*
سپني پګړي سپني جامي ناست درنګریزپه دوکانوکي*
تش کچکول په میخانو کي ترډک جام ورسیدم*
جنازي دارمانونو چه باريږي دوطن کي*
د( شمال) په دوعاګانوزه له کفره تراسلام ورسیدم*
درناوی شمال وردګ دسیدنی ښار.

د شاعر نور شعرونه ←