قطر د افغانستان د ثبات لپاره له ملګرو ملتونو سره د همکارۍ ژمنه تازه کړه

قطر وايي چې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره به له ملګرو ملتونو او نړیوالو شریکانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي. دا څرګندونې د قطر دایمي استازې د ملګرو ملتونو له یوې لوړپوړې چارواکې سره په لیدنه کې کړې دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر په ۳۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمي استازې، شیخه علیا احمد بن سیف آلثاني، په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سیاسي او سولې جوړونې چارو له مرستیالې روزماري ډیکارلو سره وکتل.
د خبرپاڼې له مخې، د قطر استازې په دې لیدنه کې د افغانستان د ثبات لپاره د نړیوالو هڅو د ملاتړ په برخه کې د خپل هېواد پر ژمنتیا بیا ټینګار وکړ. هغې وویل چې قطر له ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو شریکانو سره د نږدې همکارۍ دوام مهم بولي.
په همدې لیدنه کې روزماري ډیکارلو افغانستان ته د خپل وروستي سفر په اړه خبرې کړې دي. هغې د دغه هېواد وروستي سیاسي او بشري وضعیت او له افغانستان سره د تړلو نړیوالو هڅو په اړه هم بحث کړی، خو د دغو خبرو نور جزئیات نه دي خپاره شوي.