د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

افغانستان د فوټبال له نړیوالو سیالیو د ۸۳م مقام په ترلاسه کولو ووت

افغان اتلان · پښتو
افغانستان د فوټبال له نړیوالو سیالیو د ۸۳م مقام په ترلاسه کولو ووت

د افغانستان د ۱۵ کلنو فوټبال ملي لوبډلې د فیفا د نړیوال جام او فوټبال جشنوارې په لومړۍ دوره کې ۸۳م مقام خپل کړ. افغان لوبډلې د دې مقام لپاره په وروستۍ لوبه کې د سیالیو کوربه اذربایجان ته ماتې ورکړه.

دواړو لوبډلو د جمعې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې له ۳-۳ مساوي پایلې وروسته د پنالټیو پړاو ته مخه کړه. افغانستان په پنالټیو کې ۳-۲ بریالی شو او سیالۍ یې په بریا پای ته ورسولې.

افغانستان په دې سیالیو کې د سیرالیون، جیبوتي، سوډان، نامیبیا، هند او اذربایجان پر وړاندې ټولې شپږ بریاوې ثبت کړې. افغان لوبډلې له ترکیې، روسیې، تایلنډ او هنګري سره په څلورو لوبو کې ماتې هم خوړلې دي.

د فیفا د معلوماتو له مخې، د ۱۵ کلنو لوبغاړو دغه لومړنۍ نړیوالې سیالۍ په ۲۰۲۶ کال کې د ۱۸۹ هېوادونو په ګډون ترسره شوې. افغان لوبډلې د پایلوبې تر مخه له بېلابېلو هېوادونو سره په سیالیو کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې.

هسپانیې په پایلوبه کې د چک جمهوریت پر وړاندې ۳-۰ بریا خپله کړه او د دې سیالیو اتلولي یې وګټله.