پښتو ادب · شاعران
عزت الله (برهان)
د عزت الله (برهان) پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله (برهان)
اوښکې درنې شولې قاطیږي نور باڼه ماتیږي
غم دې یو څه کوي نن خامخا یو څه ماتیږي
سترګې لیوګۍ مې دبارخو په تپو داړې وهي
دعشق رمه به دې شپونکیه په راغه ماتیږي
دعشق مکتب کې ستاپه نوم باندې دایو مضون دی
دتږي تنده خو یوازې په اوبه ماتیږي
اوبه چې څومره قیده وې بله خوالاره کوي
ستا په فشار باندې نړۍ امارت نه ماتیږي
خدای چې خدایي ثابته وي خلاف د کل برهانه!
هغه را پرځوي چې خلک وایي نه ماتیږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عزت الله (برهان)
وښکي درنې شولې قاتيږي نور باڼه ماتيږي
غم دي يو څه کوي نن خامخا يو څه ماتيږي
سترګي ليوږۍ مې د بارخو په تپو داړې وهي
دعشق رمه به دې شپونکيه په راغه ماتيږي
اوبه چي څومره قيده وې بله خوا لاره کوي
ستا په فشار باندۍ نړۍ امارت نه ماتيږي
دعشق مکتب کي ستاپه نوم باندي دايو مضمون دی
دتږي تنده خو يوازي په اوبه ماتيږي
خداي چي خدايي ثابته وي خلاف د کل بر هانه
هغه را پرزوي چي خلک وايي نه ماتيږي