افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
غزل
اوښکې درنې شولې قاطیږي نور باڼه ماتیږي
غم دې یو څه کوي نن خامخا یو څه ماتیږي
سترګې لیوګۍ مې دبارخو په تپو داړې وهي
دعشق رمه به دې شپونکیه په راغه ماتیږي
دعشق مکتب کې ستاپه نوم باندې دایو مضون دی
دتږي تنده خو یوازې په اوبه ماتیږي
اوبه چې څومره قیده وې بله خوالاره کوي
ستا په فشار باندې نړۍ امارت نه ماتیږي
خدای چې خدایي ثابته وي خلاف د کل برهانه!
هغه را پرځوي چې خلک وایي نه ماتیږي