افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
غزل
وښکي درنې شولې قاتيږي نور باڼه ماتيږي
غم دي يو څه کوي نن خامخا يو څه ماتيږي
سترګي ليوږۍ مې د بارخو په تپو داړې وهي
دعشق رمه به دې شپونکيه په راغه ماتيږي
اوبه چي څومره قيده وې بله خوا لاره کوي
ستا په فشار باندۍ نړۍ امارت نه ماتيږي
دعشق مکتب کي ستاپه نوم باندي دايو مضمون دی
دتږي تنده خو يوازي په اوبه ماتيږي
خداي چي خدايي ثابته وي خلاف د کل بر هانه
هغه را پرزوي چي خلک وايي نه ماتيږي