پښتو ادب · شاعران
زرلشت حفیظ بشریار
د زرلشت حفیظ بشریار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
زرنګاره دمحبت په توربشپړ شعر ولولئ
زرنګاره دمحبت په تور
زرلشت حفیظ بشریار
زرنګار ه په ډيرو انجنوکې يوه ښکلې
دچامينې وه په زړه باندې ويشتلې
چې ماشومه وه يوه ښکلې توتکۍ وه
چې بياپيغله شوه دښکلو شهزادګۍ وه
****
دتعليم او دادب يوه مشعلداره
هم جومات کې سبق ويلې دين دپاره
ټولګي والوکې تکړه و ه پيريواره
دکورکار کې هم لايقه هم سرداره
****
دهمزولو مينځ کې ګل په شان خندانه
وه سهار ماښام ګودر په لور روانه
په ښايست کې تکه سره لکه مرجانه
يو هلک به ورته تل ويل زر دانه
****
پيغلتوب کې ښايسته دجنت حوره
شهزاده ګوهر شو مينې ته مجبوروه
ورته وويل زرنګاره زړه مې ستاشو
ستاپه مينه کې به څو ګرځم ترور
****
زرنګارې ورته وويلې کم بخته
محبت ا و عاشقي نه لرې تښته
زما اوستاوطن کې ډير دي رواجونه
ګوهر خانه خبره ومه دی له وخته
****
ګوهر وويل چې زه غيرتي ځوان يم
زمالوړنوم اونښان دی زه افغان يم
زړه دې راکړه راوجونو پسی مه ځه
دزړه ور اولس دکوريوښکلی ځوان يم
****
زرنګارې ورته وويلې جرګه وکړه
ورشه موراوپلارسره فيصله وکړه
يابه ستاشمه يامينه کې سنګساره
زړه مې ستاده ای زما دمينې ياره
****
کوهرخان وويلې ښه ده ځمه کورته
دا کيسه به اورومه پلار او مور ته
مورته وويلی زما ادکۍ مورې
زرنګارمينه کې غوږ شه دزړه شورته
****
ماورکړی زرنګار ښايست ته زړه ده
خپله ومه يې مورې زمادا فيصله ده
مور يې کټ کټ په خندا شوه ويلې ګرانه
ستادپلار اومورخوښ شوې داکيسه ده
****
مورې لاړه په جرګه زرنګار کورته
زاريګاني يې کولې پلاراو مورته
پلار يې وويل ځه دوه لکه روپۍ راوړه
مور يې وويلې وس مې نشته دغې زور ته
****
غريبان وبيرته مات زړونه روان شول
د ولور پيسوته وس نه و حيران شول
کورته راغلل ويل ای ګوهره زويه
موراوپلارد مينې شرط ته ناتوان شول
****
ګوهر وويل چې مورې دعاغواړم
زه مين يم خپل دمينې ليلاغواړم
که دزر په بيه کيږي يا په سر مې
زه پښتون يم خپل پښتو ته وفا غواړم
****
زرنګار زما دننګ ناموس کيسه ده
اوس ټول کلي کې په مونږ ه ګونګوسه ده
عالمونه خبرشوي زمونږ په مينه
په هر کورکې زمونږ دمينې افسانه ده
****
ګوهر وويل زرنګار ته چې زما شه
زه غريب يم زما غربت سره اشنا شه
وس مې نشته دولوراوسرپيسوته
راشه ته زماقسمت سره پخلاشه
****
زرنګار ويلې چې خانان سره راټول کړه
زمونږ دکلي ټول مشران سره را ټول کړه
بيا يې راوړه زما دخان دادا هجرۍ ته
ځه دکلي ملايان سره راټول کړه
****
د ګوهر پلار په جرګه لاړ دخان کورته
په زاري ټول جرګه مار دنګار ورور ته
يوه مور ژاړي پخپل زوی بل خپل ټکورته
عالمونه په غوږ غوږ دمينې شور ته
****
خو ولور اوس رواج شوې څه به کيږي
که دستور څوک ماتوي هغه مړ کيږي
زمونږکلۍ اوس دډير قومونوکوردی
که څوک سر تری غړوي هغه پړ کيږي
****
زر نګار وويلې زه ستايمه دلدار ه
داسلام لاره به خپل کړوشرين ياره
محاکمه کې به دمينې نکاح وکړو
پاک الله وي تل ددوه زړونوواکدار
****
ګوهروويلې چې ښه ده په ماګرانې
ته زمادزړه اميد دزړه ارمان يې
ته رښتيا وايې اسلام زمونږ قانون دی
مسلمانان وي تل دين په لار رواني
****
زر نګار اوګوهر لاړل محاکمۍ ته
دګناه په تورختاه دجيل پنجرۍ ته
قاضي وويلی چې حکم دسنګسار دی
دالوې جرم دی يوځوان اويوه انجلۍ ته
****
جارچي لاړ ټول کلي کور يي را خبر کړ
دټوپک ميله يې نښه په هر ور کړ
وئيل راشئ چې انصاف مو برابرکړ
لوې واړه يي په کورونو کې اوتر کړ
****
عالمونه اولسونه سره ټول شول
دقومونو ټول ننګونه سره ټول شول
درواج ټول غيرتونه سره ټول شول
د جاهل فکر اندونه سره ټول شول
****
مين زړونه غيرتونونه قربان شو ل
حقيقت هم تورووريځوکې پنهان شو
اوس ددوه ځوانانومرګ ته فيصله ده
اوس دمينې او غيرت مقابله ده
****
زر نګاره يې را وويسته ميدان ته
ګوهر اوس هم ډير ژړيږي خپل ارمان ته
ګوهرځوان لکه منصور غوندی په دارشو
زرنګار دمحبت په تورسنګساره شوه
2012/3/28
پالکن ريج -البرتا
دايوه رښتنې کيسه ده چې کلونه مخکې زمونږ هيوادکې تيرشوې
خوانصاف په کې غلط فيصله وکړ
لارويهبشپړ شعر ولولئ
لارويه
زرلشت حفیظ بشریار
مزلونه ډيرکلونه دی سفرکې
گام په گام وخطرونه دی سفرکې
محبت زمونږ دمينې پيمانه وه
مونږيوکړي وخپل زړونه دی سفر کې
****
مونږه دمينې او الفت په لار روان و
دژوندون دحقيقت په لار روان و
دتل پاتی محبت قهرمانان و
مونږدژونددحقيقت دوه لارويان و
****
دی سوچونوکې موشپې سبا کولې
مونږ دجنگ دوخت تيارې رڼاکولې
مابه سوله ويل تابه ويل مينې
جمعې شپې ته موډيوې رڼاکولې
****
پسرلوته به مو وپييل شعرونه
څو دمينې اوڅو ښکلي غزلونه
دگل مخ اودبلبل مسابقه وه
زما هيلې اوغوسوته ستانظمونه
****
چې به کله مروره شوم له تانه
ته به خړطوفان کې تل ويل بارانه
راشه راشه اوس وريږه دزړه کور کې
بی لتانه مې زړگۍ چوي له خفگانه
****
خبر نه شوې چې ارمان کې شومه ورکه
دبيلتون په خړطوفان کې شومه ورکه
زمانې راته دغم پيټې په شاکړو
لارويه لوې جهان کې شومه ورکه
****
زمونږ مينه دبورا اوگل کيسه وه
مونږ نه پاتې دژونديوفلسفه وه
پسرلوکې به يوځای و زمونږ زړونه
خزانونو کې دمينې لارکږه وه
****
لارويه ته دکوم زړه بنديوان يي
ژمې نه يي پسرلوسره جانان يي
زمونږ مينه دبلبل اوگل کيسه ده
محبت يي کنه بيادغم طوافان يي
****
مينه نشته دلته ټول دغم کيسې دي
په فيسبوک کې دمرگونواوازې دي
زه خوجنگ ته لار دسولې لټومه
ځکه پاتی مانه ستادنازکيسې دي
****
راشه راشه چې جنگونو کړلو ستړي
تا جلاد نه توره واخله زه دا پړي
چې نور جنگ دمحبت په کور رانشي
اوپه دارکې زوړند ونه گورو مړي
****
ژوندته بيادښکلاگانو دنياراوړو
محبت ته بيادمينې ليلاراوړو
قلمونه دټوپک پرځاې رواج کړو
ښکلوسترگوته دمينې اداراوړو
****
لارويه راشه ستوري دسبا شو
يوه وزيره بل دمينې لوی پاچاشو
بيازرلښتې ته دسولې پيغام ويسو
پاچاته ليکبشپړ شعر ولولئ
پاچاته ليک
زرلشت حفیظ بشریار
نورياغي کيږم !
نړۍ روانه پرمختګ کوي فضا په لورې
نوې ژوندون غواړي دعصر تقاضاپه لورې
زما ټولنه اوس دظلم په وحشي طوفان کې
هره ورځ نوی قدم اخلي دګناه په لورې!!!
****
په رڼاورځ کې زما په خويندوداوحشت وګوره؟
چې حلاليږي هره ورځ داجهالت وګوره
مذهب هم شته قانون هم شته عدالت نه چليږي
ستاحکومت اوستادربارکې دا خيانت وګوره
****
ظالمه کله ستا په حکم به قانون چليږي؟
افغانې ښځې هره ورځ لکه حيوان قتليږي
د کوم پاچا په زمانه کې دا ظلمونه شوي؟
کله به ستاپه حکومت کې داوحشت ختميږي؟
****
خير ده په ما چې الزامونه سر په سر راځي
دمچۍ کور کې لاس وهل چيچل اکثرراځي
زه به د وخت دقافلو سره په مخه درومم
ته نارينه يي ستا غرور ته ستا نظر راځي
****
خو زه دوخت او زمانې په طوفانوکې راځم
زه دايمان او تقدوس په کتابو کې راځم
دهوا لور يم دمذهب اول خانو کې راځم
دخديجۍ داسلاميت په افسانوکې راځم
****
تاته مې زورنه ښايم حق اوعدالت غواړمه
افغانو ښځوته زه حق دبشريت غواړمه
چې سنګساريږي حلاليږي عالمونومخکې
دی بی پتيوپرضدنوی قانونيت غواړمه
****
پاڅه لږ ويښ شه تمدن په لورې ساه واخله
قانون تطبيق کړه داسلام سپينه رڼا واخله
ديويشتم پيړۍ وحشي طوفان ته مه سپاره ځان
افغانو ښځوته دژوند ښکلې دونيا واخله
****
نور ياغي کيږم په تا حکم دسنګسار به کوم؟
ياداسلام قانون تطبيق کړه انتظار به کوم
قصاص روا دی په مسلم چې مسلمان قتلوي
زه عدالت چلول غواړم دا اقرار به کوم
***
يمه ((زرلښته )) خپل وطن کې غيرتيان لرمه
ميړنی خاوره کې دعلم خاوندان لرمه
چې نه رشوت اخلي فسات سره پخلا هم نه دي
داسی سپيڅلي پاک وجدان ښکلي قاضيان لرمه
****
داسې مې مه ګڼه چې پټ مخ له دونيابه ګرځم
دزمانې ماتم وهلې بينوا به ګرځم
زه دغرور اود فسات ګرم بازارختموم
نورياغي کيږم دوختونو انتظارختموم
افغانه ښځه په يويشتم پيړۍ کېبشپړ شعر ولولئ
افغانه ښځه په يويشتم پيړۍ کې
زرلشت حفیظ بشریار
زه دژونددفلسفې پوره کتاب يم
سل توصيف زه ته دهويوه ځواب يم
ماته سل ځلي دحسن تعريف مکړه
په ويښ نه راځم دپټ زړه انقلاب يم
***
يوارمان مې پټ په زړه کې دی ساتلې
سرترپايه يي خيالوکې يم نيولې
خلک وايي زندګي ده زندګي ده
زه وايم نه تش دخيالونو بندګي ده
***
زه ارواح يمه رښتينې دونيا نه يم
ګنګار ه دژوندون دښکلا نه يم
زه چې سل ځله قربان اوصدقه شوم
زه مورنشوم چاته خور اوليلا نه يم
***
په رڼا ورځ کې ناپاک لاسونه راشي
زما دژوندسپينې لمنۍ ته ګناه شي
پس چاړه راپسې اخلي ما حلال کړي
دننګونو په وطن جوړه غوغاشي
***
زما تصويرخوستاټولنۍ ته ګناه ده
ځکه سترکونه دی زما وجود پناه ده
مونږ تور سرې دحيا په نوم مړه کيږو
ستاهيوادکې خودښځوژوندون داده
***
يوشتم پيړۍ هنداره کې زه نشت يم
زه خو موريمه يوه زيرۍ دبهشت يم
حق مې غواړم دې تياروته رڼاراکړئ
دافغان خوږو بچو ته سرنوشت يم
***
تصوير مه راځنې غواړه چې بدرنګ يم
د خيرنې زمانې په تهمت رنګ يم
نورسوالوکې دديدن ارمان مې مکړه
زرلشت وايي ځکه ژوندسره په جنګ يم
ډالۍ زمادليکنو هغه مينه والوته چې په کراتو زمادليدوهيله يې کړې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
زرلشت حفیظ بشریار
نور مې مه لوله جانانه کتاب نه يم
ستادمينې دمذهب ښه ثواب نه يم
ته دزړونوعبادت کې حافظ نه شوی
اوس څرګنده يم مخ پټ دنقاب نه يم
چې تصويرسره مې پټه خوله غږيږی
زه کافربت کده شوم محراب نه يم
انارزړه کې ارمانونه مې بيشماردي
هيلومړه کړمه ژوندوکې حساب نه يم
سپين کفن دسولې تاوکړئ له مانه
ارام غواړم نوردجنګ دعذاب نه يم
زه دژوند دازمښتونوامتحان کې
حفيظ وايې نوردمينې ګلاب نه يم