د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
زرلشت حفیظ بشریار

لارويه

مزلونه ډيرکلونه دی سفرکې
گام په گام وخطرونه دی سفرکې
محبت زمونږ دمينې پيمانه وه
مونږيوکړي وخپل زړونه دی سفر کې

****

مونږه دمينې او الفت په لار روان و
دژوندون دحقيقت په لار روان و
دتل پاتی محبت قهرمانان و
مونږدژونددحقيقت دوه لارويان و

****

دی سوچونوکې موشپې سبا کولې
مونږ دجنگ دوخت تيارې رڼاکولې
مابه سوله ويل تابه ويل مينې
جمعې شپې ته موډيوې رڼاکولې

****

پسرلوته به مو وپييل شعرونه
څو دمينې اوڅو ښکلي غزلونه
دگل مخ اودبلبل مسابقه وه
زما هيلې اوغوسوته ستانظمونه

****

چې به کله مروره شوم له تانه
ته به خړطوفان کې تل ويل بارانه
راشه راشه اوس وريږه دزړه کور کې
بی لتانه مې زړگۍ چوي له خفگانه

****

خبر نه شوې چې ارمان کې شومه ورکه
دبيلتون په خړطوفان کې شومه ورکه
زمانې راته دغم پيټې په شاکړو
لارويه لوې جهان کې شومه ورکه

****

زمونږ مينه دبورا اوگل کيسه وه
مونږ نه پاتې دژونديوفلسفه وه
پسرلوکې به يوځای و زمونږ زړونه
خزانونو کې دمينې لارکږه وه

****

لارويه ته دکوم زړه بنديوان يي
ژمې نه يي پسرلوسره جانان يي
زمونږ مينه دبلبل اوگل کيسه ده
محبت يي کنه بيادغم طوافان يي

****

مينه نشته دلته ټول دغم کيسې دي
په فيسبوک کې دمرگونواوازې دي
زه خوجنگ ته لار دسولې لټومه
ځکه پاتی مانه ستادنازکيسې دي

****

راشه راشه چې جنگونو کړلو ستړي
تا جلاد نه توره واخله زه دا پړي
چې نور جنگ دمحبت په کور رانشي
اوپه دارکې زوړند ونه گورو مړي

****

ژوندته بيادښکلاگانو دنياراوړو
محبت ته بيادمينې ليلاراوړو
قلمونه دټوپک پرځاې رواج کړو
ښکلوسترگوته دمينې اداراوړو

****

لارويه راشه ستوري دسبا شو
يوه وزيره بل دمينې لوی پاچاشو
بيازرلښتې ته دسولې پيغام ويسو

د شاعر نور شعرونه ←