پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
زرنګاره دمحبت په تور
زرنګار ه په ډيرو انجنوکې يوه ښکلې
دچامينې وه په زړه باندې ويشتلې
چې ماشومه وه يوه ښکلې توتکۍ وه
چې بياپيغله شوه دښکلو شهزادګۍ وه
****
دتعليم او دادب يوه مشعلداره
هم جومات کې سبق ويلې دين دپاره
ټولګي والوکې تکړه و ه پيريواره
دکورکار کې هم لايقه هم سرداره
****
دهمزولو مينځ کې ګل په شان خندانه
وه سهار ماښام ګودر په لور روانه
په ښايست کې تکه سره لکه مرجانه
يو هلک به ورته تل ويل زر دانه
****
پيغلتوب کې ښايسته دجنت حوره
شهزاده ګوهر شو مينې ته مجبوروه
ورته وويل زرنګاره زړه مې ستاشو
ستاپه مينه کې به څو ګرځم ترور
****
زرنګارې ورته وويلې کم بخته
محبت ا و عاشقي نه لرې تښته
زما اوستاوطن کې ډير دي رواجونه
ګوهر خانه خبره ومه دی له وخته
****
ګوهر وويل چې زه غيرتي ځوان يم
زمالوړنوم اونښان دی زه افغان يم
زړه دې راکړه راوجونو پسی مه ځه
دزړه ور اولس دکوريوښکلی ځوان يم
****
زرنګارې ورته وويلې جرګه وکړه
ورشه موراوپلارسره فيصله وکړه
يابه ستاشمه يامينه کې سنګساره
زړه مې ستاده ای زما دمينې ياره
****
کوهرخان وويلې ښه ده ځمه کورته
دا کيسه به اورومه پلار او مور ته
مورته وويلی زما ادکۍ مورې
زرنګارمينه کې غوږ شه دزړه شورته
****
ماورکړی زرنګار ښايست ته زړه ده
خپله ومه يې مورې زمادا فيصله ده
مور يې کټ کټ په خندا شوه ويلې ګرانه
ستادپلار اومورخوښ شوې داکيسه ده
****
مورې لاړه په جرګه زرنګار کورته
زاريګاني يې کولې پلاراو مورته
پلار يې وويل ځه دوه لکه روپۍ راوړه
مور يې وويلې وس مې نشته دغې زور ته
****
غريبان وبيرته مات زړونه روان شول
د ولور پيسوته وس نه و حيران شول
کورته راغلل ويل ای ګوهره زويه
موراوپلارد مينې شرط ته ناتوان شول
****
ګوهر وويل چې مورې دعاغواړم
زه مين يم خپل دمينې ليلاغواړم
که دزر په بيه کيږي يا په سر مې
زه پښتون يم خپل پښتو ته وفا غواړم
****
زرنګار زما دننګ ناموس کيسه ده
اوس ټول کلي کې په مونږ ه ګونګوسه ده
عالمونه خبرشوي زمونږ په مينه
په هر کورکې زمونږ دمينې افسانه ده
****
ګوهر وويل زرنګار ته چې زما شه
زه غريب يم زما غربت سره اشنا شه
وس مې نشته دولوراوسرپيسوته
راشه ته زماقسمت سره پخلاشه
****
زرنګار ويلې چې خانان سره راټول کړه
زمونږ دکلي ټول مشران سره را ټول کړه
بيا يې راوړه زما دخان دادا هجرۍ ته
ځه دکلي ملايان سره راټول کړه
****
د ګوهر پلار په جرګه لاړ دخان کورته
په زاري ټول جرګه مار دنګار ورور ته
يوه مور ژاړي پخپل زوی بل خپل ټکورته
عالمونه په غوږ غوږ دمينې شور ته
****
خو ولور اوس رواج شوې څه به کيږي
که دستور څوک ماتوي هغه مړ کيږي
زمونږکلۍ اوس دډير قومونوکوردی
که څوک سر تری غړوي هغه پړ کيږي
****
زر نګار وويلې زه ستايمه دلدار ه
داسلام لاره به خپل کړوشرين ياره
محاکمه کې به دمينې نکاح وکړو
پاک الله وي تل ددوه زړونوواکدار
****
ګوهروويلې چې ښه ده په ماګرانې
ته زمادزړه اميد دزړه ارمان يې
ته رښتيا وايې اسلام زمونږ قانون دی
مسلمانان وي تل دين په لار رواني
****
زر نګار اوګوهر لاړل محاکمۍ ته
دګناه په تورختاه دجيل پنجرۍ ته
قاضي وويلی چې حکم دسنګسار دی
دالوې جرم دی يوځوان اويوه انجلۍ ته
****
جارچي لاړ ټول کلي کور يي را خبر کړ
دټوپک ميله يې نښه په هر ور کړ
وئيل راشئ چې انصاف مو برابرکړ
لوې واړه يي په کورونو کې اوتر کړ
****
عالمونه اولسونه سره ټول شول
دقومونو ټول ننګونه سره ټول شول
درواج ټول غيرتونه سره ټول شول
د جاهل فکر اندونه سره ټول شول
****
مين زړونه غيرتونونه قربان شو ل
حقيقت هم تورووريځوکې پنهان شو
اوس ددوه ځوانانومرګ ته فيصله ده
اوس دمينې او غيرت مقابله ده
****
زر نګاره يې را وويسته ميدان ته
ګوهر اوس هم ډير ژړيږي خپل ارمان ته
ګوهرځوان لکه منصور غوندی په دارشو
زرنګار دمحبت په تورسنګساره شوه
2012/3/28
پالکن ريج -البرتا
دايوه رښتنې کيسه ده چې کلونه مخکې زمونږ هيوادکې تيرشوې
خوانصاف په کې غلط فيصله وکړ