د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د ژمي له رانږدې کېدو سره د افغان ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنې زیاتېږي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په افغانستان کې د ژمي له رانږدې کېدو سره د لوږې او ماشومانو د خوارځواکۍ په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. په ننګرهار، لوګر او کابل کې یو شمېر میندې وايي اقتصادي ستونزو یې د دې توان کم کړی چې خپلو ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر کړي.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ اوسېدونکې زرمینه خپل شپږ میاشتنی ماشوم د خوارځواکۍ له امله یوه روغتیايي مرکز ته بیولی دی. نوموړې وايي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د خوراکي مرستو له نشتوالي سره مخ ده. د هغې په خبره، د ګاونډیو ګڼ ماشومان هم ورته ستونزې لري او کورنۍ یې نه شي کولای ماشومانو ته پر وخت مناسب خواړه ورکړي.

د لوګر اوسېدونکې نوریه، چې د نهو ماشومانو مور او ښوونکې ده، وايي د اووه زره افغانیو له معاشه دوه زره افغانۍ د کور کرایې ته ورکوي. نوموړې وايي له پاتې پنځو زرو افغانیو سره باید د نهه کسیزې کورنۍ د خوراک او د ژمي د تودوخې اړتیاوې پوره کړي، نو ځکه یې ماشومان د غوښې او نورو مغذي خوړو له پروټینونو او ویټامینونو بې برخې پاتې کېږي.

په کابل کې د دشت برچي سیمې یوه مور، چې په دې وروستیو کې له ایران څخه افغانستان ته ستنه شوې، هم وايي چې یو نیم کلن ماشوم یې په خوارځواکۍ اخته دی. هغې ادعا کړې چې له راستنېدو وروسته یې له هېڅ بنسټ څخه مرسته نه ده ترلاسه کړې او د ژمي له رارسېدو سره د خپلې کورنۍ د راتلونکي په اړه اندېښمنه ده.

د خوړو د خوندیتوب د مدغم پړاو د وروستۍ ارزونې له مخې، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر او اکتوبر کې شاوخوا ۱۵،۹ میلیونه افغانان د خوړو له جدي یا تر دې بدې ناامنۍ سره مخ وو؛ په دې ډله کې ۳،۴ میلیونه کسان په بېړني وضعیت کې بلل شوي دي. په ارزونه کې اټکل شوی چې د ۲۰۲۶ کال له نومبر څخه د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې به دغه شمېر ۱۹،۲ میلیونو ته لوړ شي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۷ کال کې به له څلورو میلیونو څخه ډېر افغان ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې ځانګړو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا ولري. د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام هم ویلي چې نږدې ۴۰ سلنه افغانان ښايي په راتلونکي ژمي کې د خوړو له سخت کمښت سره مخ شي.

د هسکې مېنې روغتیايي کارکوونکي زرغون شینواري وايي، په سیمه کې د خوارځواکۍ ډېر ماشومان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي. نوموړي اقتصادي ستونزې، د میندو او ماشومانو لپاره د کافي خوړو نشتوالی او د امیندوارۍ او زېږون وروسته د مناسبې تغذیې په اړه د پوهاوي کمښت د دې وضعیت مهم عوامل بللي دي. هغه ټینګار کړی چې اړمنو کورنیو ته د خوړو او روغتیايي مرستو رسول د ستونزې په کمولو کې مرسته کولای شي.

ازادي راډیو د عامې روغتیا وزارت څخه د خوارځواکۍ د مخنیوي، درملنې او د مرستو د نه رسېدو په اړه د معلوماتو غوښتنه کړې، خو د وزارت ویاند شرافت زمان یې پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.