د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالنافع ثنا

د عبدالنافع ثنا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

8 خپاره شوي شعرونه

غـــــــــزل : عــبــدالــنــافــــع ثـــــنــابشپړ شعر ولولئ

غـــــــــزل : عــبــدالــنــافــــع ثـــــنــا

عبدالنافع ثنا

 غـــــــــــــــــــــــــــزل

تاب د ګـــرمۍ نـــه لــرمـه عشق كـي دي ســــوځېږم

پــرېــږده چي خـــونك شـمه د زلــفــو پـه ابشار كي

مــا كي رنګيني د شــــوخ نـظــــر وړانګـو راوستى

هسي رنګين نه وم چـيـــرته پـــروت ومــه انبار كي

شـونډو كي مي ځبېښه چي قيمته دي وجـــود كړم

تــا تــــــه پـاڼي پـاڼي ټــــــوكــېـــدلى يـــم بـهـار كـــي

لــمــر كــه اووه رنـګـه پــه يـــو رنګ كي پټ ساتلى

مخ دي زر جلــوې لـــري اشنا پــه يــو ديـــداري كي

ګـــرانــه ښــه پـــــوهـــېــږې د اغــيار ثــنا درواغ وي

څــــوك دى بې بلبله چي ګل ستايي هـــر سهار كي

عــبــدالــنــافــــع ثـــــنــا

« ســرپـاڼـه »

غزل:عبدالنافع ثنابشپړ شعر ولولئ

غزل:عبدالنافع ثنا

عبدالنافع ثنا

تــــــور تــــوپانـــــونـــــه پارولـــــي دي نــــــظـــر د لېمـو
بېـــــــړۍ د صبر مې كـــــړه غرقـــــــه سمــــــندر د لېمو

بيا مې په زړه كې مستوم څــــــو ستمګر يادونـــــــــــه
بيا مې له اوښكـــــــو ډك راوړى دى ساغـــــر د لېمو

زلمــي يادونـــــــــه مې پرې تنـــــــده د ديــــــدن ماتوي
جوړ مې د پېغلو اوښكو سېل دى پر ګـــودر د لېمو

زړګيه نـــــور بـــــــــــه دې د صــــبر پهلــــــــوان وتښتي
څومره خونـــــكارو درتـــــــــه ونيوى سنګـــــر د لېمو

د نــــــظر اور يې زما د سرو اوښكـــــــو همراز دى ثنا
اور او اوبــــه دي پخلا كــــــــــړي جادوګـــــــــر د لېمو

 

عبدالنافع ثنا

غـزل/عبدالنافع ثنابشپړ شعر ولولئ

غـزل/عبدالنافع ثنا

عبدالنافع ثنا

مـــــه وايه دا چي تر ساحــــلــه پــــــوري ورســـــېدې

لــــــه خاموشۍ نـــــه پس رقيبـــــه توپانــــــونـــــه لرم

سپك به ئې نه كړي ستا له ياده د هـــوس بادونـــــه

جانانه غم دي په زړګي كــــي غرونـــــه غرونـــــه لرم

د سپيني خولې مارغه دي وړم لكه شاهين درځمه

زه هــــم شاعر يمـــــه د خيال غونــدي وزرونــــــه لرم

ما هــــم د خپلــــــي فقــــــيرۍ زكــــــات راوړى ثـــــنا

د سپېرو شونډو پـــــه كچكول كـــــي غزلونــــــه لرم

عبدالنافع ثنا

غزل = عبدالنافع ثنابشپړ شعر ولولئ

غزل = عبدالنافع ثنا

عبدالنافع ثنا

لېمې مي ډكي پيمانې دي پـــــــه شوګير د سپوږمۍ

رڼــې چينې دي پكښي وګـــــوره تصوير د سپوږمۍ

ډيــــري د ستورو خـزانې ئې پــــــه ولــــجه كـــــي وړي

زما د اوښكوكاروانــــــونـــــه دي اســــير د سپوږمۍ

ما ئې درشل تـــــه د لېمو كچكول پـــــه سوال ونيوى

پكښي د اوښكو ستــــوري واچول امير د سپوږمۍ

بې شمېره ســــتوري د زخمونو مريـــــدان لــري اوس

زما د زړه پــــــــه ښار كــي واړولــــــــه پير د سپوږمۍ

د ستورو جام مي ــــــپه لېمو كي ترې را پرېووت ثنا

څومره بې باكــــــــه پــــــــر دې لاره ؤ بهير د سپوږمۍ

 عبدالنافع ثنا - کندهار

غزل = عبدالنافع ثنابشپړ شعر ولولئ

غزل = عبدالنافع ثنا

عبدالنافع ثنا

تــــږو زخمونــــو تــــــــه شېبه شېبه وېشم دردونه

د ارمانونــــــو پـــــــه جامونو كـــي راوړم دردونه

زه ئې پـــــــه امن د هوس لـــــه بدو سترګو غواړم

زه دي خيالونــــو تــــــه جانانــــــــه دودوم دردونه

چيري د هجر مېـــــنه پاتــــــه بې سړيــو نــــــه سي

د زړه پــــــــه وينــــــو مي جانانــــــه لويوم دردونه

ما د بېلتون خـــزان تــــــه ډېــــــره تابــــــيا كړې ده

عشقه ساړه بــــــه دي ونــــــــه سي بلـــــوم دردونه

بيا مي شپه رڼـه كړه ثنا زګېروى مي اورې كه نه

بـــــيا ئې خيالونـــــــه مستومه كړنګـــوم دردونه

 

عبدالنافع ثنا

ژوندون څه دی؟بشپړ شعر ولولئ

ژوندون څه دی؟

عبدالنافع ثنا

 کان د زرو مي په مفته کي ګټلی
 که ګټلی، نو په مفته مي بایللی
 که راغلی نو له هسکه رالوېدلی
 که یې تله دي نو تر مځکي لاندي تللی
ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

کله درومي د مستۍ پر اوږو باندي
 کله پټ د ځنکدن تر وزر لاندي
 کله غېږه د ځوانۍ کي وهي ساندي
 کله کوپه ملا روان وي راته خاندي
 ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

کله وپاشم د هیلو لمن ډکه
 کله ورکړمه امید ته غاړه کلکه
 آرزو مي د آسمان ده ځای مي مځکه
 څه مي خپل دي؟ څه پردي دي؟ رانه ورکه
 ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

په وېښتانو کي مي سپین دي راختلي
 سپين نو څه دي خو مرګي راته موسلي
 ورته ګوري وېرېدلي ترهېدلي
 آرمانونه څه سپېڅلي څه ناولي
 ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

چي له کومه مي پر کوم لوري بهیر دی؟
 معما ده، ژوندون خوب دی که تعبیر دی؟
 زه یې لاس کي، که زما لاس کي تقدیر دی؟
 ایله دومره ده عیانه چي یو سر دی
 ژوندون څه دی ژوندون چا دی پېژندلی
 نه یې کور او نه یې ګور دی چا لیدلی

زه بدنصيبه خواره پرخه يمهبشپړ شعر ولولئ

زه بدنصيبه خواره پرخه يمه

عبدالنافع ثنا

هغه د
ستورو د سپوږمۍ له رڼاګانو ډكه

هغه چي راز د دوو مينو ساتي

ها مينه ناكې غوندي شپه
جانانه

چي زه دي غېږي لره درسم كله

چي زه دي
ګل غوندي خولګۍ ښكلوم

پرګلابي شونډو دي ولورېږم

زه مي د عشق په راز و نياز كي ډوب سم

خو د مكار زمان جابر لاسونه

هغه د ورځي بلا وپاڅوي

چي رسوايي راوړي د عشق كوڅې ته

زه چي رسوا سمه بدنامه سمه

له شرمه ولاړه سم اوبه اوبه سم

زه بدنصيبه خواره پرخه يم
ه

غزل --------------------بشپړ شعر ولولئ

غزل --------------------

عبدالنافع ثنا

&
nbsp; زموږ د زړونو
بتخانو كي چي غوغا خوره ده

&
nbsp; د شونډو اور كي دي خليل
غوندي موسكا خوره ده

&
nbsp; د پېغلو شونډو نذر غواړي هر سهار او ماښام

&
nbsp; يو
داسي هيله مي پر زړه لكه بلا خوره ده

&
nbsp; لمرمخى ولاړى خو تيارو ته به سر نه ټيټوو

&
nbsp; د ذهن شپو كي
مو لا هم د خيال رڼا خوره ده

&
nbsp; سترګي قاتلي
دي خو موږ به يې درمان وګڼو

&
nbsp; موږ لېونو كي خو
همدا د عشق وبا خوره ده

&
nbsp; د سور سالو غروب كي
ونغاړي د زلفو ماښام

(ثنا) پر سترګو يې
سپوږمۍ غوندي حيا خوره ده