د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
عــبــدالــنــافــــع ثـــــنــا

زه بدنصيبه خواره پرخه يمه

هغه د
ستورو د سپوږمۍ له رڼاګانو ډكه



هغه چي راز د دوو مينو ساتي



ها مينه ناكې غوندي شپه
جانانه



چي زه دي غېږي لره درسم كله



چي زه دي
ګل غوندي خولګۍ ښكلوم



پرګلابي شونډو دي ولورېږم



زه مي د عشق په راز و نياز كي ډوب سم



خو د مكار زمان جابر لاسونه



هغه د ورځي بلا وپاڅوي



چي رسوايي راوړي د عشق كوڅې ته



زه چي رسوا سمه بدنامه سمه



له شرمه ولاړه سم اوبه اوبه سم



زه بدنصيبه خواره پرخه يم
ه

د شاعر نور شعرونه ←