د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

له خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د نیولو او فشارونو شکایتونه

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

له پاکستانه، په ځانګړي ډول له خیبر پښتونخوا څخه تازه راستانه شوي افغان کډوال وايي چې په دغه سیمه کې د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا د والي واکمنۍ او بېړني حالت له نافذېدو وروسته د دوی پر وړاندې محدودیتونه او فشارونه زیات شوي دي. دوی ادعا کوي چې پولیسو به یې کورونه تلاشي کول، په بازارونو کې به یې درول او د نیولو او جریمې له وېرې به یې ترې پیسې اخیستې.

محمدالرحمان، چې له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوی، طلوع‌نیوز ته ویلي چې نوموړی لومړی په پنجاب کې اوسېده، خو د وضعیت له خرابېدو وروسته خیبر پښتونخوا ته ولاړ. د هغه په وینا، په وروستیو بدلونونو سره هلته پر تګ راتګ بندیزونه ولګېدل، خلک له کوره نه شوای وتلی او د پولیسو له خوا د نیول کېدو پر مهال به اړ شول چې پیسې ورکړي.

یو شمېر نورو راستنېدونکو هم د خپلو تجربو په اړه ورته څرګندونې کړې دي. سهیل خان ویلي چې پولیسو به د شپې پر افغان کورنیو چاپې وهلې، خو د ورځې به یې په بازارونو کې افغانان څارل، تنګول او ترې به یې پیسې غوښتې. سرفراز بیا ویلي چې د پولې هغې غاړې ته یې د کور لپاره اخیستي خوراکي توکي هم له بار وړونکې لارۍ ښکته کړل شوي او د کډې د انتقال پر مهال ورسره ستونزې جوړې شوې دي.

د راستنېدونکو د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو میاشتو کې د تورخم له لارې نږدې ۲۷ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي. د تورخم د عمري لنډمهالي مېشت‌غالي مسوول محمد هاشم میوندوال وايي، که په خیبر پښتونخوا کې د افغانانو پر وړاندې وضعیت نور هم سخت شي، د راستنېدونکو د زیاتېدو لپاره په دغه مرکز کې لازم چمتووالی نیول شوی دی.

میوندوال ویلي چې د تېر په څېر به د تورخم په عمري مېشت‌غالي کې دولس‌ګونې کمېټې راستنېدونکو ته اړین خدمات وړاندې کوي. هغه د راستنېدونکو د شمېر د احتمالي زیاتوالي پر وړاندې د مرکز د چمتووالي ډاډ ورکړی، خو د خدماتو د دقیق ظرفیت په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د ناروې د کډوالو شورا په یوه راپور کې ویلي چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو د بهیر له پیل راهیسې نږدې شپږ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. په همدې حال کې، د اسلامي امارت د کور او ښار جوړولو وزارت وايي چې په ۲۲ ولایتونو کې راستنېدونکو ته له ۷۴ زرو ډېرې د استوګنې نمرې وېشل شوې دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د راستنېدونکو لپاره په ۲۷ ښارګوټو کې ځمکې ځانګړې شوې او د یادو سیمو د پراختیا لپاره ۳۷ پلانونه هم منظور شوي دي. دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته ستنېدو بهیر دوام لري.