د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د کابل ښاریان: ترافیکي ګڼه‌ګوڼه ورځنی تګ راتګ سختوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په کابل کې ښاریان او موټرچلوونکي وايي، د ښار په ګڼو برخو کې د موټرو زیاتېدونکې ګڼه‌ګوڼه د دوی ورځنی تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. د دوی په خبره، په ځینو مسیرونو کې خلک ساعتونه په لاره تېروي او د سړکونو د رغونې روانو چارو له امله وضعیت لا پسې سخت شوی دی.

د کابل اوسېدونکي فرید ازادي راډیو ته ویلي، پخوا هم په ښار کې ترافیکي ستونزې موجودې وې، خو په وروستیو کلونو کې د نفوس له پراخېدو سره دغه وضعیت ډېر شوی دی. هغه د کډوالو بېرته راستنېدل هم د نفوس د زیاتېدو له عواملو څخه بولي او وايي، له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي ډېری کسان د کار د محدودو فرصتونو له امله دکانونه پرانیزي یا ټکسي چلوي، چې په پایله کې په ښار کې د ټکسیو شمېر زیات شوی دی.

فرید وايي، د کابل په څلورلارو کې د هوايي پلونو او نورو سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. د هغه په وینا، د بره‌کي هوايي پل د جوړېدو کار نږدې بشپړ شوی، خو د رغونې پر مهال د ځینو لارو تړل کېدو د موټرچلوونکو او عامو خلکو ستونزې زیاتې کړې دي. ټکسي چلوونکي خالد هم د ګلبهار سنټر، شهر نو او شهید څلورلارې شاوخوا د موټرو له اوږدو کتارونو شکایت کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د بره‌کي هوايي پل د جوړولو چارې د ۱۴۰۴ لمریز کال په غويي میاشت کې پیل شوې او ټاکل شوې د ۱۴۰۶ کال په ثور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت‌الله بارکزي ویلي، په کابل کې شاوخوا ۲۰۰ رغنیزې پروژې روانې دي چې ډېری یې د سړکونو اړوند دي. د هغه په باور، د دغو پروژو له بشپړېدو سره به ترافیکي ستونزې تر ډېره راکمې شي او د رغونې پر مهال د بدیلو لارو برابرولو هڅه هم کېږي.

بارکزي همداراز ویلي، ښاروالۍ په پام کې لري چې د هوايي ډګر او عامې روغتیا څلورلارې ترمنځ یو هوايي پل جوړ کړي. د هغه د معلوماتو له مخې، دغه پل به ۶۲۰ متره اوږدوالی، ۴۴ متره عرض او له ځمکې شپږ متره لوړوالی ولري. نوموړي ویلي، په لومړیو برخو کې به درې د تګ راتګ لینونه او په مرکزي برخه کې پنځه لینونه ولري، خو د عملي کار د پیل کره نېټه یې نه ده ښودلې.

د ښاري پراختیا او ودانیزو چارو ځینې انجنیران وايي، هوايي پلونه په ځانګړو سیمو کې د ترافیک د کمولو لپاره ګټور کېدای شي، خو د ستونزې د حل یوازینۍ لار نه ده. انجنیر راحت‌ګل زیارمل وړاندیز کوي چې کابل ته د ډېرو موټرو پر داخلېدو محدودیتونه ولګول شي، ترافیکي نښې او اشارې جدي عملي او د موټرچلوونکو د اصولو مراعتول یقیني شي. هغه خبرداری ورکړی چې په مرکزي او تاریخي سیمو کې د هوايي پلونو جوړول ښايي د ښار پر ښکلا هم اغېز وکړي.

د کابل د نفوس زیاتوالی یوازې د ترافیکي ستونزو لامل نه دی بلل شوی، بلکې پر نورو عامه خدمتونو یې هم فشار زیات کړی دی. د ورلډ پاپیولیشن ریویو د شمېرو له مخې، د کابل نفوس په ۱۹۷۹ کال کې نږدې یو میلیون اټکل شوی و، خو اوس شاوخوا پنځه میلیونو ته رسېږي. ملګري ملتونه هم وايي، د ښار ودانیزه ساحه په وروستیو لسیزو کې پراخه شوې او د ښاري پراختیا لپاره منظم پلان او پانګونې ته اړتیا ده.