د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سرلوڅ مرادزی

د سرلوڅ مرادزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

165 خپاره شوي شعرونه

د خوندونو خوندبشپړ شعر ولولئ

د خوندونو خوند

سرلوڅ مرادزی

طبیعت سره نږدې اوسه که ژوند کړې
ځان دې ولې د واهیاتو ګند کې بند کړې
د واورینو غرو درو کې ځان دېره کړه
چې که نه غواړې شېرین عمر دې لنډ کړې
چیري ژوند په سردرو چیرې بنګلو کې
ستړي ژوند نه په وتو کې ولې ځنډ کړې
د ځنګل چېله ده غوره، کلی پرېږده
چې په کلي کې ژوندون لکه د بند کړې
لوی نعمت تر ازادۍ بل څه کې نشته
په لویلاس غمونه ولې ځان ته پنډ کړې
هغه ژوند دې د دنیا په ژوند کې شمېره
چې څو ورځې زندګي دې په ایلبند کړې
فکرو خیال دې په هغه حالت کې خپل دی
چې فکرونه دې محیطه سره وند کړې
د الهام سوچونه هغه وخت ریښتیا شي
چې برداشت یې طبیعت سره پیوند کړې
د سپوږمۍ په شپه د بام پر سر ویده شه
چې په ژوند یې صفتونه بیا د خوند کړې
هغه شپه به د خوندونو په خوند پوه شي
جام د میو چې د یار سره بلند کړې
په خوبونو کې دې هغه خوب حساب دی
هغه خوب چې د خواږه یار پر مړوند کړې
بل جهان کې له خیالي ژونده راوځه
بېهوده دې عمر ولې تېر په ګند کړې
دود او ګروهه چې دې پښو کې زولنې شي
لیونتوب دی چې دې ځان ورته پابند کړې
د بل مهر به په ژوند تر لاسه نه کړې
که ګرېوان ورته له اوښکو نه لژند کړې
چې د ځان پرځای تکیه کوې پر نورو
ځان به خپله د عالم مخ کې ریشخند کړې
لار، ګودر چې په ریښتیا در ته د ژوند ښۍ
منعه ولې مرادزی له داسې پند کړې
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی

څېرلی ګرېوانبشپړ شعر ولولئ

څېرلی ګرېوان

سرلوڅ مرادزی

څېرلی ګرېوان
دا چې ښکته پورته ګرځي توپان هسې
خپله خلکو دی راوستی پر ځان هسې
خپل بارونه چې د نورو پر اوږو ږدي
ناخبره دي له ځان او جهان هسې
خپل بنیاد ته چې په لاس بمونه کېږدي
په کوم قوم کې چا لېدلی نادان هسې؟
د خپل ذهني په زندان کې چې محبوس وي
نشته هیڅ زندان کې بل بندېوان هسې
د ملا په واکمنۍ کې چې څوک ژوند کړي
په ځنګل کې دی ژوندون د حیوان هسې
خلک خپله د شیطان رول کې لوبېږي
چا لېدلی چې شیطان دی، شیطان هسې
افسانې دي د اسمان په باب کې ډېرې
څوک ختلی چې اسمان دی اسمان هسې
په شړۍ کې مو وړۍ ریشلی نه ده
څه شته پته؟ دا جهان دی جهان هسې
چا ګومان او حقیقت سره معلوم کړل
ډېر د دار څلي ته وړې په ګومان هسې
مورذاتي ړندو په حدس کې څه توپیردی؟
خرمهره او لال چې بولي یوشان هسې
لکه ښکارمرغه چې والوزي له لاسه
زموږ لاس څخه وتلی دوران هسې
چې ګرېوان د مرادزي تل څېرې ښکاري
خپلو خلکو یې څېرلی ګرېوان هسې
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر دوهمه
سرلوڅ مرادزی

تنګ جهانبشپړ شعر ولولئ

تنګ جهان

سرلوڅ مرادزی

تنګ جهان
چې په عمر دې شراب څکلي نه وي
قضاوت یې کړې د خوند و رنګ په څه
میخانې ور خو د ټولو پر مخ خلاص وي
توغوي پرې له ممبر خد نګ په څه
چې نېشه د بنګ سلا، مۍ ناروا وي
فرق نېشه کې د شرابو، بنګ په څه
نه له خپل حاله خبر، نه د بل اورې
په ټول عمر یې مبهوت و منګ په څه
د پردو وفادارۍ کې دې شک نشته
د خپل ولس سره کوي نیرنګ په څه
له ملا او پیر دې څه په ژوند حاصل کړل
له پوهنې نه د وخت کړې څنګ په څه
په جرګو سره چې ستونزې هوارېږي
ضرورت دی په وطن کې جنګ په څه
چې د خپل هېواد په برم ننګ ونه کړې
نپوهېږم چې کوې بیا ننګ په څه
چې په پټه نقد لرې او ښکاره چوپ یې
په اظهار د حقیقت کې درنګ په څه
مرادزیه ډېر، خپل تنګ جهان کې خوښ دي
ستا په ارت جهان کې زړه دی تنګ په څه
د ۲۰۲۶ کال د جون ۶ مه
مرادزی

ستا انځوربشپړ شعر ولولئ

ستا انځور

سرلوڅ مرادزی

ستا انځور مې انځورونو کې ډېر خوښ شو
خوښ لا څه چې سم د زړه په سرمې خښ شو
دا انځور چې یو شاهکار د طبیعت دی
څونه ښه چې ستا لخوا ما ته بخښښ شو
د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۴ مه
سرلوڅ مرادزی

د انقلاب په لوریبشپړ شعر ولولئ

د انقلاب په لوری

سرلوڅ مرادزی

د انقلاب په لوری
پښتون او بلوڅ دواړه، انقلاب په لوري ځي
په مست ملي غورځنګ کې، د پنجاب په لوري ځي
افغان که لروبر دی، که بلوڅ مرام یې یو دی
پنجاب ته نن په ګډه، د ځواب په لورې ځي
ماڼۍ د استبداد ته، که پنجاب کې نظر وشي
درځونه یې له سره، د تهداب په لوري ځي
غوجل یې د انګریز بولې، که ځاله د ترهګرو
توپان کې به له مخې، د غرقاب په لوري ځي
پنجاب که پښتانه او بلوڅ، غوړه مړۍ بولي
خوراک کې د ذقم به، د خوناب په لوري ځي
مشرۍ کې د منظور، او بشیر زیب له برکته(۱)
پنجاب سخت وارخطا دی، اضطراب په لوري ځي
ټاپو د اېپسټین، او منډه یې که د هېرا دی
په ورته رسوایۍ کې، د کولاب په لوري ځي
پنجاب چې امریکې، تر خپلو ګټو صدقه کړ
نن هسې وروست کاغذ دی، د تشناب په لورې ځي
خوابدي پرې څوک نشته، په نړۍ کې مرادزیه
بړیڅی د انګریز چې، د عذاب په لوري ځي
یادوونه:
(۱ ) منظور د پښتونخوا د ملي غورځنګ مشر او بشیر زیب د بلوچستان د ملي غورځنګ مشر
د ۲۰۲۶ کال د فبروري ۱۰ مه
سرلوڅ مرادزی

ژوندبشپړ شعر ولولئ

ژوند

سرلوڅ مرادزی

ژوند یو لنډه افسانه ده ځي تېرېږي
سترګو رپ یوه شېبه ده ځي تېرېږي
یو فرصت له طبیعت دی تحفه شوی
د ګردون یوه هدیه ده ځي تېرېږي
په میلیارد چانسونه یو بل سره ګډ شول
د نیستۍ، شتون ګډوله ده ځي تېرېږي
د سپرلي سهار د زاڼو یو کتار دی
د څاروو یوه ګله ده ځي تېرېږي
په نیمګړو ارمانو ترې کډې بار شي
د ناکام هیلو اسره ده ځي تېرېږي
بیرته نه ګرځي که هرڅو منتظر شې
د روان سیند یو شېله ده ځي تېرېږي
مرادزی يي که هر څو ښکلاوې ستا يي
د یو فیلم ننداره ده ځي تېرېږي
سرلوڅ مرادزی

سترګېبشپړ شعر ولولئ

سترګې

سرلوڅ مرادزی

چې لري سترګې په دا شانې خمارې
ډېر به وباسي دې کلي کې له لارې
چې په یو نظر له نورو نه سا اخلي
سترګي نه دي بس قاتلې دي خونکارې
تش دیدن یې میسر خلکو ته نه دی
دم قدم یې په کوڅه کې خلک څارې
بې له میو هم نیشه ښکارې له سترګو
په نیشه یې عشق له سترګو وهي دارې
چې په تش کاته راولولېده بې هوښ شو
سترګو وکړې په مرادزي هسې چارې
سرلوڅ مرادزی

پنجاب او د افغان وینهبشپړ شعر ولولئ

پنجاب او د افغان وینه

سرلوڅ مرادزی

پنجاب او د افغان وینه
وینې زموږ دې ډالرونه پرې پنجاب وګټل
ټپوس، ښکاري مرغان سیالۍ کې له عقاب و ګټل
ګېدړ واکمن شو چې زمریانو له ځنګله بار کړل
غلام جوارۍ کې جایدادونه له ارباب وګټل(۱)
ځینو وطن لکه پسه په قصابانو خرڅ کړ
چا خپل وطن او تاریخ دواړه له قصاب وګټل
یادوونه:
(۱ ) هغه وخت ته اشاره چې اوسنی پاکستان، د پنجاب په ګډون د لوی افغانستان برخه وه.
سرلوڅ مرادزی

پنجاب او د افغان وینهبشپړ شعر ولولئ

پنجاب او د افغان وینه

سرلوڅ مرادزی

وینې زموږ دې ډالرونه پرې پنجاب وګټل
ټپوس، ښکاري مرغان سیالۍ کې له عقاب و ګټل
زمریانو بار کړل له ځنګله چې ګېدړ واکمن شو
غلام جوارۍ کې جایدادونه له ارباب وګټل(۱)
ځینو وطن لکه پسه په قصابانو خرڅ کړ
چا خپل وطن او تاریخ دواړه له قصاب وګټل
یادوونه:
(۱ ) هغه وخت ته اشاره ده چې اوسنی پاکستان، د پنجاب په ګډون د لوی افغانستان برخه وه.
مرادزی

د ژوند حقبشپړ شعر ولولئ

د ژوند حق

سرلوڅ مرادزی

د ژوند حق
خپل وختونه دې خوښۍ، میلو کې تېر کړه
د دنیا غمونه څو شېبو ته هېر کړه
د جمعې ماښام ساقي خواته مدام ځه
د جومات ملا، کوڅه کې تېروبېر کړه
محتسب که له ګواښونو څخه نه اوړي
کلي خوا کې یې د سپیو منځ کې ګېر کړه
د دوزخ واعظ له کلي نه رخصت کړه
په دنیا کې ژوند کول، جنت په څېر کړه
موسیقۍ محفل کې غبرګ اتڼ کې ګډ شه
خپله غېږه دې له خوښې شخص چاپېر کړه
هغه زړه چې محرومیت نه ټپي شوی
د مستیو په محفل کې یې کوشېر کړه
چې غوښتنې دې په پټه له دنیا وړې
دا غوښتنې دې په دې دنیا برڅېر کړه
ژوند څو ورځې په دنیا دی دایم نه دی
شېرین عمر دې د زړه په خوښه تېر کړه
ژوند د بل چا په دستور او فرمان مه کړه
له ژوند حق څخه دفاع دې په شمشېر کړه
مرادزي سره دې ناسته پاڅه ساته
تګ راتګ مو سره کم دی لږ يې ډېر کړه
سرلوڅ مرادزی