د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
سرلوڅ مرادزی

ژوند

ژوند یو لنډه افسانه ده ځي تېرېږي
سترګو رپ یوه شېبه ده ځي تېرېږي
یو فرصت له طبیعت دی تحفه شوی
د ګردون یوه هدیه ده ځي تېرېږي
په میلیارد چانسونه یو بل سره ګډ شول
د نیستۍ، شتون ګډوله ده ځي تېرېږي
د سپرلي سهار د زاڼو یو کتار دی
د څاروو یوه ګله ده ځي تېرېږي
په نیمګړو ارمانو ترې کډې بار شي
د ناکام هیلو اسره ده ځي تېرېږي
بیرته نه ګرځي که هرڅو منتظر شې
د روان سیند یو شېله ده ځي تېرېږي
مرادزی يي که هر څو ښکلاوې ستا يي
د یو فیلم ننداره ده ځي تېرېږي
سرلوڅ مرادزی

د شاعر نور شعرونه ←