افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
466 شاعران6017 شعرونه
سترګې
چې لري سترګې په دا شانې خمارې
ډېر به وباسي دې کلي کې له لارې
چې په یو نظر له نورو نه سا اخلي
سترګي نه دي بس قاتلې دي خونکارې
تش دیدن یې میسر خلکو ته نه دی
دم قدم یې په کوڅه کې خلک څارې
بې له میو هم نیشه ښکارې له سترګو
په نیشه یې عشق له سترګو وهي دارې
چې په تش کاته راولولېده بې هوښ شو
سترګو وکړې په مرادزي هسې چارې
سرلوڅ مرادزی