د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالرحيم “هلال”

د عبدالرحيم "هلال" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

6 خپاره شوي شعرونه

مكتبـــيبشپړ شعر ولولئ

مكتبـــي

عبدالرحيم "هلال"





اوس هغه مكتبي نه يم اوس
بدل يم
لاروی يمه دبلې يوې لارې
زړه نازړه دخپل هدف
ترحددراوړم
راته هرڅه ستا په دوو
سترګوکې ښکاري

ماشومتوب رانه په بله
خوامخ کړی
شوق دلوبو یوه زره راسره
نشته
ځان مې پټ کړم له
همزولوتری تم
بې له تا بله چاره راسره
نشته

زما شوق دسبق ډېرووخواوس
نشته
خدای مین کړم اوس سندرې
یادومه
اوس مې ذهن کې یوه بله
دنیا ګرزي
ایله ستادخولې خبرې
یادومه

تابه وېل چې مسافرشې زړه
مې دردکړي
مابه ویل درته پېښ شوی
درددسردی
دامړه تبه دسردردخومعمولی
وي
مازده کړی بیلوژﺉ کی
بلډفریشردی

خوچې اوس ته رانه بیله شي
نوپوه شم
جدايي خوپه ریښتیا بده
بلا ده
دسردرددځان وژل دزړه
چاودل دي
تاته کړې ها خبره مې خطا
ده

چې به تارانه دزروچارګل
وغوښت
یوه هیله به دې وکړه په
خنداکې
زه به ړنګ شومه په شا
وروبه مې وویل
مادزروقیمت لوستی په
کیمیاکې

اوس هغه مکتبي نه یم اوس
بدل یم
ستاپه پوزه پره داره
چارګل خوندکړي
ستاپه وړاندې نقره څه ده
طلا څه ده
تردې ټولوالماس داره
چارګل خوند کړي

بند په بېل یوه جهان مې
زما خیال دی
ځان دتااودځان درسته نړۍ
بولم
په خپل نوم یوازې خپل ځان
ته خطاب کړم
ستاپه نوم په ایمان درسته
نړۍ بولم

دحساب مضمون مې اوس هم لا
په یاد دی
پرې داغونه دزړګي معلومه
ومه
دخپل صبرتناسب اونسبت
ګورم
ستادهجرفیصدي معلومه ومه

چې به ماوه شپه اوورځ په
ځان یوه کړي
اوس هغه مکتبي نه یم اوس
بدل یم
څه ساده وم څومره رام وم
خواوس شوخ شوم
ښه مغلق شوم ستا دتورو
کمڅوول شوم

مريــــــــــدبشپړ شعر ولولئ

مريــــــــــد

عبدالرحيم "هلال"


مريــــــــــد
احسان الله درمل ته

دكوم پير باچامريديې ؟
په څېره كې دې رمزونه
راته ښكاري ؟
داخبرې چا درزده كړې ؟
لاس نيوى دې دچاكړى ؟
په سندروچامين كړې ؟
داسندرې چا در زده كړې ؟
خدايزده څه كوډې دې كړي ؟
په دې ښكليو ولې ګران يې
؟
كرۍ شپه راته ملنګه
دسندروسندرماريې
دشعرونوټېكداريې
چې دحسن په تاله كې
رانه سرپه قيمت اخلې
دځوانيوټېكداريې
په معصوم غوندې اندازكې
په وړه نازكه ژبه
راته خوب كې يادولې
نواوس نرشه ای درمله !!!
دخپل پير په بركت دې
ورته داسې تاويز راكړه
چې سندرې ترېنه اوري
 

ملالۍ کلي ته راشهبشپړ شعر ولولئ

ملالۍ کلي ته راشه

عبدالرحيم "هلال"





ټکی نه لرو د توروموقحتي
ده
هله ژرشه ملالۍ کلي ته
راشه
ته په خپل معصوم وزر کې
اوبه راوړه
سندرمارې توتکۍ کلي ته
راشه

احساس راوړه دټپوژبه
رازده کړه
دردموشته خوموږسندرې هېرې
کړي
شمله ورزلمي مولاس ترزنه
ناست دي
جرګې شته خوموږخبرې هېرې
کړي

رود ټپې دي پکې وینې په
څپودي
دځوانانو اندامونه اوبو
راوړل
دګودر ټوله  صحراپه
وینوسره شوه
له بنګړو ډک مړوندونه
اوبوراوړل

ملالۍ دکلي غبرګي سترګې
تاته
ته اودی خودیوبل له
زړونوجوړواست
ملالۍ یوځل له
توروخاوروپاڅه
له باتوروننګیالیو
وروڼوجوړواست

سپین جومات
مودباروتولوګوتورکړ
څوناترسوموښایسته امام
شهیدکړ
چې به موږه اقتداپسې کوله
خدای ناترسوموهغه امام
شهید کړ

دسپین ږیرویې دې خولي
پلسترکړي
دځوانانویې په تېغ غاړې
پرې کړي
ستا همزولي یې په سپیودي
داړلي
په زانګوکې ماشومان یې دي
و‌ژلي

ملالۍ راشه لږ ژر راپېښه
وکړه
زرغونه شه احمدخان درسره
راوړه
بیاموکلي سرولمبوپه
سراخیسی
یا نازو شه میرویس خان
درسره راوړه

چېرته بیاکه ته له ورایه
راښکاره شي
په والله زلمي به ټول په
ګډا راشي
ددښمن واړه سپرطاقته به
مات شي
په اسمان به ابابيل په
ګډاراشي

ته د نور فرښتو یووړې
جنتي شوې
خوستا واړه کلیوال خواران
حیران دي
یوځل بیا په تورزندان دي
کښیوتلي
چې په سردمځکې واړه
دوزخیان دي
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالرحيم "هلال"





دلته خلک ټول له ژونده
ستړي دي
تاویی تراحساس دجبر پړي
دی
چایې دپلارتوره چایې سپر
واخیست
چايې له کمانه غیشي وړي 
دی
ښکاري جل وهلي سا په
ورواخلي
بس له هوسایني غربت وړي
دي
دارته یې دکارسرونه پورته
شول
ته وا چې دهرچا پوروړي 
دي
هسې نه اسمان ورباندې
وژاړي
دې وطن کې ټول بې ګناه
مړي دي
 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالرحيم "هلال"





محدوديت دی،که خوښي ده او
که وير دی
محبت چې دی د دوو زړونو
جاګير دی
دا وګړي هسې تش په نوم
ازاد دي
دلته هر څوک د خورو زلفو
اسير دی
زما دزړه په آينه کې نور
څه نشته
يو د درد د څړيکو جوړ پکې
تصوير دی
چې ډبره مخته ولي لاس
ترشا وړي
بس هغه سړی ددې کلي امير
دی
وظيفه مې ترې اخيستې
دسندرو
زه مريد يم ښايسته جانان
مې پير دی
لکه زاڼې سلسله دسپينو
ستورو
ستا هلال او ستا دسرو
چارګل يې مير دی

 


اريانا پوهنتون، پېښور

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

عبدالرحيم "هلال"





څومره شولې لېرې، چې مې
خپل شولې
لاړې جانه، سم د انځر ګل
شولې
نوره به د مات زړګي چاره
كوم
ته خو رانه بېله شوې د بل
شولې
وخته برېتور ځوانان دې
رام كړلو
سم د پښتنې پېغلې چارګل
شولې
ډېر دې په خالونو كې خپل
ځان ويني
خدايږو د حمزه بابا غزل
شولې
ښكاري اننګو كې دې د زړو
وينه
تكه سپينه واوره د كابل
شولې
يه هلاله اوس نجونو ته
ګران شولې
ټيك شولې، پېزوان شولې،
وربل شوې
 


اريانا پوهنتون، پېښور