د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالرحيم "هلال" شعرونه

غزل



محدوديت دی،که خوښي ده او که وير دی
محبت چې دی د دوو زړونو جاګير دی
دا وګړي هسې تش په نوم ازاد دي
دلته هر څوک د خورو زلفو اسير دی
زما دزړه په آينه کې نور څه نشته
يو د درد د څړيکو جوړ پکې تصوير دی
چې ډبره مخته ولي لاس ترشا وړي
بس هغه سړی ددې کلي امير دی
وظيفه مې ترې اخيستې دسندرو
زه مريد يم ښايسته جانان مې پير دی
لکه زاڼې سلسله دسپينو ستورو
ستا هلال او ستا دسرو چارګل يې مير دی

 

اريانا پوهنتون، پېښور

د شاعر نور شعرونه ←