د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي عبدالرحيم "هلال" شعرونه

ملالۍ کلي ته راشه



ټکی نه لرو د توروموقحتي ده
هله ژرشه ملالۍ کلي ته راشه
ته په خپل معصوم وزر کې اوبه راوړه
سندرمارې توتکۍ کلي ته راشه

احساس راوړه دټپوژبه رازده کړه
دردموشته خوموږسندرې هېرې کړي
شمله ورزلمي مولاس ترزنه ناست دي
جرګې شته خوموږخبرې هېرې کړي

رود ټپې دي پکې وینې په څپودي
دځوانانو اندامونه اوبو راوړل
دګودر ټوله  صحراپه وینوسره شوه
له بنګړو ډک مړوندونه اوبوراوړل

ملالۍ دکلي غبرګي سترګې تاته
ته اودی خودیوبل له زړونوجوړواست
ملالۍ یوځل له توروخاوروپاڅه
له باتوروننګیالیو وروڼوجوړواست

سپین جومات مودباروتولوګوتورکړ
څوناترسوموښایسته امام شهیدکړ
چې به موږه اقتداپسې کوله
خدای ناترسوموهغه امام شهید کړ

دسپین ږیرویې دې خولي پلسترکړي
دځوانانویې په تېغ غاړې پرې کړي
ستا همزولي یې په سپیودي داړلي
په زانګوکې ماشومان یې دي و‌ژلي

ملالۍ راشه لږ ژر راپېښه وکړه
زرغونه شه احمدخان درسره راوړه
بیاموکلي سرولمبوپه سراخیسی
یا نازو شه میرویس خان درسره راوړه

چېرته بیاکه ته له ورایه راښکاره شي
په والله زلمي به ټول په ګډا راشي
ددښمن واړه سپرطاقته به مات شي
په اسمان به ابابيل په ګډاراشي

ته د نور فرښتو یووړې جنتي شوې
خوستا واړه کلیوال خواران حیران دي
یوځل بیا په تورزندان دي کښیوتلي
چې په سردمځکې واړه دوزخیان دي
 

د شاعر نور شعرونه ←