پښتو ادب · شاعران
ولايت خان “ځدراڼ”
د ولايت خان "ځدراڼ" پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
4 خپاره شوي شعرونه
ښاغلی ولايت خانبشپړ شعر ولولئ
ښاغلی ولايت خان
ولايت خان "ځدراڼ"
ښاغلی ولايت خان
ځندراڼ د هېواد
ويبپاڼې ته پخپل
يو ليک کې داسې
ليکي :
نوم مې ولايت خان
دی اوځدراڼ تخلص
کوم پۀ کال
١٣٥٨لمريز کې
دپکتيکا ولايت
دزيړوک ولسوالۍ د
ورژانه په کلي کې
زېږيدلی يم.
بياموکا بل ته
کډې بارشوې،
لومړنۍ زده کړې
مې د وزيراباد د
پروژي په ٢ نمبر
ښونځي کې کړي
اوپه کال
١٣٧٧لمريز کې مې
د عمر
شهيد(نادريه)
لېسې څخه د١٢
ټولګې دفراغت سند
تر لاسه کړ.
د وطن د کې د
خپلمنځي جګړې او
ناخوالو پر محال
په کابل کې وم
او٢٠٠٥،١٠،٥
سويډن ته
راغلم د هغې را
په دېخوا د سويډن
د مالموپه ښار کې
اوسيږم.
د ټولو شاعرانو
شعرونه لولم او
خورا ډېر خوند
تري اخلم .
کله کله خپله هم
څه ليکم خو شاعر
نه يم څو شعرونه
مې چې لرل
دکورد ټولوشتو
سره مې يو ځای د
لاسه ورکړل يو څه
چې لرم غواړم چې
د هيواد
دپاڼې له لارې يې
دلوستونکو سره
شريک کړم.
په درنښت.
دعابشپړ شعر ولولئ
دعا
ولايت خان "ځدراڼ"
ستا په راضا زما
راضا ده ربه
ماته قبوله ستا
قضا ده ربه
ته چې فرمايې تل
هغه به کيږي
بې له څه ځنډه
خامخابه کيږي
ته مو قبول دغه
يو سوا ل کړې
خدايه
حال مو بهتره تر
في لحال کړې
خدايه
زړو ته مو مينه
محبت راولې
پکې اخلاص اواخوت
راولې
زمونږ په زړو کې
ورورولي پيدا کړه
دانسانيت په نوم
دوستي پيدا کړه
زمونږ په مټو کې
طاقت واچوه
زمونږ په زړو کې
صداقت واچوه
ژبه مې دارنګه
ګويا ده ربه
ته مو معاف کړې
که خطا ده ربه
دا التماس دې په
بيا بيا به کيږي
بې له څه ځنډه
خامخا به کيږي
راکړې مشران چې
په وطن وي مين
دپاکې خاورې په
هر تن وي مين
افغانستان لکه
خپل کور وګڼي
هر يو افغان خپل
سکه ورور وګڼي
ځوانان مو واړه
توريالي کړې ربه
په هر ظالم يې
بريالي کړې ربه
چې مو واړه په
سمه سمه لاړشي
دوی د عالم تر
لوړ مقامه لاړ شي
که کړې چېرته مو
ګوناه ده ربه
په تېرو کړو
زمونږ توبه ده
ربه
دستا له خوا
دافيصله به کيږي
بې له څه ځنډه
خامخا به کيږي
ټوکر ټوکر ملک مې
اباد کړې خدايه
هر يو دښمن يې
نيست برباد کړي
خدايه
د خټو کور ته مو
خوښي راولې
دا مړاوي زړو ته
مو مستي راولي
دکونډو رنډو
يتيمانو ژړا
د قرضدارانو او
ناتوانو ژاړا
نوره خاموشه کړي
همدومره بس ده
لويه څښتنه دا تر
عمره بس ده
غوښتي،ځدراڼ، دغه
دعا ده ربه
ته يې مستجب کړې
که ريښتيا ده ربه
دا ستا په در کې
دا دعا به کيږي
بې له څه ځنډه
خامخا به کيږي
نوې هيلېبشپړ شعر ولولئ
نوې هيلې
ولايت خان "ځدراڼ"
هيلې مو نوې
اميدونه نوي
په خوله مو راغلل
اوازونه نوي
تېرو وختو ته
الويدا ؤوايئ
اوس خو راغلي دي
وختونه نوي
چې مو زاړه
زخمونه هېر کړي
رانه
اخنده جوړ کړه
تعويذونه نوي
کرکې ناخوالو پسې
اور پورې کړئ
حجرو ته راوړئۍ
مجلسون نوي
نوی داستان نوې
نغمې خورې کړئ
راوړئ چنبې او
روبابونه نوي
د ''نوې هيلې''
( ۱ )
د محفل يارانو
ورسره جوخت کړئ
کاروانونه نوي
بلبلو نوې ترانې
زده کړي
خدايه ته وسپړې
ګلونه نوي
خو بيا يو سوال
زما غريب ومنئ!
پښتو ته ګډ نه
کړئ لفظونه نوي
هغه شډله پښتو ښه
ښکاريږي
ځدراڼه،پرېږده
لغتونه نوي
-------------------------------
(۱) : په سويډن
کې د نوې هيلې د
خپرونې د پينځمې
کليزې په ياد
ټپهبشپړ شعر ولولئ
ټپه
ولايت خان "ځدراڼ"
دتورو شپو په
غېږکې سحرونه
نڅوم
دستورو په ماڼۍ
کې اسما نو نه
نڅوم
رباب د ادم خان
يم هم د مينې يو
رويبار
ټپه د ملالۍ يم
زلمي زړونه نڅوم
سپينه توره
دخوشحال يم
غليمان رانه
ډاريږي
انګرېز ته دروازو
کې ځنځيرونه نڅوم
داسيا د غرونومير
يم دپامير په نوم
ياديږم
زماغيږکې پراته
دي سمې غرونه
نڅوم
کچکول د قلندرمې
دی ځای کړی په
قلم کې
څپو د سمندر کې
خپل شعرونه نڅوم
زه ،ځدراڼ، دې
سپېنلی شمه غيرت
د پښتنونه
غزل د پښتنو يم
محفلونه نڅوم
کابل ١٣٧٩،١١،١٣