افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
نوې هيلې
هيلې مو نوې اميدونه نوي
په خوله مو راغلل اوازونه نوي
تېرو وختو ته الويدا ؤوايئ
اوس خو راغلي دي وختونه نوي
چې مو زاړه زخمونه هېر کړي رانه
اخنده جوړ کړه تعويذونه نوي
کرکې ناخوالو پسې اور پورې کړئ
حجرو ته راوړئۍ مجلسون نوي
نوی داستان نوې نغمې خورې کړئ
راوړئ چنبې او روبابونه نوي
د ''نوې هيلې'' ( ۱ ) د محفل يارانو
ورسره جوخت کړئ کاروانونه نوي
بلبلو نوې ترانې زده کړي
خدايه ته وسپړې ګلونه نوي
خو بيا يو سوال زما غريب ومنئ!
پښتو ته ګډ نه کړئ لفظونه نوي
هغه شډله پښتو ښه ښکاريږي
ځدراڼه،پرېږده لغتونه نوي
-------------------------------
(۱) : په سويډن کې د نوې هيلې د خپرونې د پينځمې کليزې په ياد