د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي ولايت خان "ځدراڼ" شعرونه

 ټپه



دتورو شپو په غېږکې سحرونه نڅوم
دستورو په ماڼۍ کې اسما نو نه نڅوم

رباب د ادم خان يم هم د مينې يو رويبار
ټپه د ملالۍ يم زلمي زړونه نڅوم

سپينه توره دخوشحال يم غليمان رانه ډاريږي
انګرېز ته دروازو کې ځنځيرونه نڅوم

داسيا د غرونومير يم دپامير په نوم ياديږم
زماغيږکې پراته دي سمې غرونه نڅوم

کچکول د قلندرمې دی ځای کړی په قلم کې
څپو د سمندر کې خپل شعرونه نڅوم

زه ،ځدراڼ، دې سپېنلی شمه غيرت د پښتنونه
غزل د پښتنو يم محفلونه نڅوم

کابل ١٣٧٩،١١،١٣
د شاعر نور شعرونه ←