د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد يوسف خدمتګار

د محمد يوسف خدمتګار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

9 خپاره شوي شعرونه

 دغازيبشپړ شعر ولولئ

 دغازي

محمد يوسف خدمتګار


 دغازي
امان اله خان اواز
وطن ته


زه دخيال دسا قي ياريم ډک
جامونه مې په سر
ځکه تښتم بې غمۍنه دخندا په
تش ګودر

عجيبه غوندې جنون يمه
دهيلورڼا ګانو
خو احساس زما بندي دی دزاړه
دود اوکلچر

زماژوند کوشش لټون دی دارمان
دښکلا ګانو
په زړه فکر پسرلی يم ابا دي
دلر او بر

ته بيړۍ له ګلو ډکه توپانونه
درنه تاودي
زه دې بيخ دستر دريا ب يم دي
چپي زما په سر

ته هم جام يې هم ساقي يې هم
وصال يې هم کمال
ته ساز يې هم اوازيې هم زما
په حال خبر

ستا غمونه هسې نه دي چې يې
ډوب کړمه په جام کې
زما هيلي هسې ښکلي لکه ستا
دماذيګر

ستا په مست ښکلي سبا چې تورو
لړو ماښام جوړ کړو
دا ميد سپوږمۍ روښانه ګرځوومه
ورپه ور

خير که زه دې رابهر کړم په
لمسون دزوړ اغيار
زه به وياړم ستا په مينه چې
په سمه يم که غر

ته ډاډه اوسه وطنه زما مر ګ
او ژوندون ستا دی
هيربه نه کړم ستا ډاګونه که
شم شاه دبحر وبر

ته مستي زما دژوند يې ته نغمه
زما دمينې
خدمتګار درځينې ځا رشه لوی
وطن دلوی ټبر
 

ژوندبشپړ شعر ولولئ

ژوند

محمد يوسف خدمتګار


ژوند


څه ښه يو سفرؤ څه وصال مې په
کې وليد
جانان مې په کی وليده جمال مې
په کې وليد
 


خوب ؤ خو مانا اوتعبير دواړه
ور په کې وو
پايان دسرمنزل ؤ قيل وقال مې
په کې وليد

پا لنګ ؤ دسرو ګلو منځ کې
ناسته زما مينه
صراط نه چې ورتېر شومه هلال 
مې په کې وليد

نه شيخ نه يې ريا وه نه رقيب
ؤ نه ا غيا ر
راسا د شينخالۍ د زنې خال 
مې په کې وليد

ما نن زمانه وليده چې ټيټې
سترګې ګوري
ما تير وختونه وليدل خوشحال 
مې په کې وليد

ما وليده مير ويس د نازو غيږ
کې لو بيدلو
تدبير مې په کې وليده وصال 
مې په کې وليد

غازي امان مې وليد ه غفار
بابا تر څنګه
خجل شومه له ننګه چې خپل حال
مې په کې وليد

خوچې سترګې مې شوې خلاصې نه
طاقت ؤ نه ځواني وه
يو جرنګ دښاپيرو ؤ چې يو ټال 
مې په کې وليد

داڅه وو خدمتګاره څه دي غوښتل
اوڅه وشول
بس ژوند ؤ چې لاړ تير شو لو
جنجال  مې په کې وليد

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمد يوسف خدمتګار


غزل


د ز ړه اواز که مې يارا نو تر
محل لاړ
بس په دې پوه شئ چې ارمان مې
ترمنزل لاړ

زه چې دچا مينه کې ګرځم لېونی
په بيديا
هغه نا پوه زماګرېوان پورې
خندل لا ړ

خير دی جانان به تېروتلی وي
اخيربه پوه شي
زاړه ټپونه مې په زړه
ناسوريدل لاړ

زه له اغياره ګيله نه کو وم
روېباره واوره
زمونږ ترمنځه پټ لوظونه
ماتېدل لاړ

زه په اسمان کې دښکلا په نامه
ستوري شمېرم
غلي په وريځ کې دلمرمخ ته
تېرېدل لاړ

پښتون اشنا غږ دجرس وانه
ورېده که څنګه
کاروان يې لار کړله بدله په
ځنګل لاړ

لويه کوڅه راباندې تنګه شوه
راووتمه
سپي دغماز راته هرلورې غپېدل
لاړ

زه يې له مينې نه بې هيلې
ګرځېدلی نه يم
په خد متګار باندې خوږ زړونه
ژړېدل لاړ

 لویبشپړ شعر ولولئ

 لوی

محمد يوسف خدمتګار

 لوی
وطن

دهر ګل په مخ کې مخ ددلبر
وينم
پا ڼه پا ڼه لټومه ګو هر وينم

دبا غو نو درنګه ګلو نو منځ
کې
زه په خوب کې هندوکش او سپين
غر وينم

ديورپ په منارو کې مې زړه تنګ
شي
خړ تصو ير چې دپا مير او خيبر
وينم

زړه مې وسوزي لمبه شي لوګی
وکړي
لوی افغان چې بې ټوپۍ اوڅادر
وينم

د کونړ او اباسين اوبه به پکې
وي
په دقت چې اتلنتيک ته ژور
وينم

دخيبر په سر مې قبر را ته جوړ
کړئ
چې په مړينه لوی وطن سراسر
وينم



خدمتګار

به يې ګردخاوره پرې ور نه کړي
که پيردوس دلته دځمکې په سر
وينم

 لراوبرمخبشپړ شعر ولولئ

 لراوبرمخ

محمد يوسف خدمتګار


 لراوبرمخ

چې د اوښکوپه
اوبو وي لوندبشرمخ
په اسمان دمحبت به لوړ وي
سرمخ

د ډيوې دسوز ژړا هله رسوا شوه
چې پتنګ ورباندې وسو برابر مخ

له هيڅ بوټي نه به ګل ميوه
ونه شي
څو يې مخ ته برابر نه کړي
دلمر مخ

دژونديو، ژوندون هله په ټکون
شي
چې په وينو کې يې سور شي
دځيګر مخ

د احتياج شرم په صبر زور اور
شي
په هنداره کتی نه شي خپل بشر
مخ

چې په لاس کې يې دزيار تڼاکې
نه وي
نه به ويني خوشالي نه د ګوهر
مخ

ماذيګر ګل او ګلزار شي د
مئينو
په ګودر چې يو بل وګوري دلبر
مخ

خدمتګار په پښتونخوا باندې
مئين دی
خيبر پوزه پښتانه يې لراوبر
مخ

دکا بل يادبشپړ شعر ولولئ

دکا بل ياد

محمد يوسف خدمتګار


دکا بل ياد

خاورې ايرې به
اوس په سر بادوم
مړاوي ګلان به دې په ور بادوم

نن دکوچي دقبر ځای ته ورځم
باده خبر ستا په وزر بادوم

دتورو شپو ډيوو صلا ح راکړې
غم په خندا ماښام سهر با دوم

ته مې دمينې يې نظر دکسو
ځکه په سترګو ستا بشر بادوم

غمونه ټول ما ته راولېږه خپل
زه به خوښي ستا په ځيګر بادوم

په هر منزل زه يم له ځانه جلا
چې دګودر لنډ ماذيګر يا دوم

څو چې پا لنګ ته در ختلی نه
يم
د زړه فرياد په بحر وبر يادوم

ستا اميد ونه به ژوندي سا تمه
د کا بل ياد به په خپل سر
بادوم

دخدمتګار دمينې ښکليه بڼه
تل به دې درد او غم بهر بادوم

ليندۍ ١٣٨١ ل ه
کلا کر ويک ناروې

قلندري اوښکېبشپړ شعر ولولئ

قلندري اوښکې

محمد يوسف خدمتګار

اوښکې مې لاړې مسا فرې شولې
څيري ګريوان باندې ورلرې شولې

لمن مې ا و ر د نفا ق و ا
خستلو
د بد نا مۍ جو ړ ې خبر ې شو
لې

اشنا رقيب په څنګ کې ونيو لو
د عا شقۍ ماتې لښکرې شو لې

سپوږ مۍ ترې وخو ړه دشپو
ليوانو
د ر ڼا ګا نو ميند ې بو ر ې
شولې

د ملا لۍ خويندې بهر و وتې
چې په ډ يو شپې ز ور ورې شولې

پکو ل پټکی را نه مغلو يو ړ ل
قولې خولۍ مې مرورې شولې

کا ر ګه دباز چګس ته پورته
شولو
هو ښيا ر ې ز رکې قلند رې
شولې

دخد متګار له زړه نه ويني
څاڅي
چې په ژړا سپينې کو ترې شولې

ظظˆط±ېبشپړ شعر ولولئ

ظظˆط±ې

محمد يوسف خدمتګار

ط§ی ط²ظ…ط§ ظ…ظˆط±ې ط§ی ط®ظˆږې ظ…ظˆط±ې
څظˆظ…ط±ظ‡ ظ¾ظ‡ ظ…ط§ ظˆع©ړظٹط¯ې ظ…ظˆ ط±ې

ط²ظ…ط§عکظˆظ†ط¯ظˆظ† ط¤ظ„ظ‡ ظ†ط§ط®ظˆط§ظ„ظˆظ†ظ‡ ډع©
طھظ‡ ظ…ې طھط± څظ†ګظ‡ ع©ړظٹط¯ې ظ…ظˆط±ې

ع†ې ظ„ط§ ع©ظˆع†ظ†ی ظˆظ…ظ‡ ظ„ط§ ع†ط§ط±ظ‡ ظˆظ…ظ‡
ط²ظ…ط§ ظ¾ظ‡ ط­ط§ظ„ ط¨ظ‡ ط¯ط±ط¯ظٹط¯ې ظ…ظˆط±ې

ع†ې ظ„ږ ط±ط§ظ„ظˆی ط´ظˆظ… ظ„ظٹظˆظ†طھظˆط¨
ظˆط§ط®ظٹط³طھظ…
ظ‡ط±ظ‡ ط´ېط¨ظ‡ ط¨ظ‡ عک ړ ظٹط¯ ې ظ…ظˆ ط± ې

ط²ظ‡ ظ…ې ط¯ظ…ظٹظ†ې ظ¾ظ‡ ط§ظˆط± ظˆط³ظˆط²ظٹط¯ظ…
طھظ‡ ظ…ې ظ„ظ‡ ط؛ظ…ظ‡ ط³ظˆط²ظٹط¯ې ظ…ظˆط±ې

ط¯ظ…ط­ط¨طھ ط¯ظˆښظ…ظ†ط§ظ† ط²ظˆط± ط´ظˆظ„ ظ¾ظ‡ ظ…ط§
طھظ‡ ظ¾ظ‡ ظ…ط§ ط±ط§ ط؛ظˆ ړ ظٹط¯ ې ظ…ظˆ ط± ې

ط§ط®ط± ظ…ط¬ط¨ظˆط± ط´ظˆظ… ع†ی ظ„ظ‡ ع©ظ„ظٹ ظˆځظ…
طھظ‡ ظ…ې ظ¾ظ‡ ط³ط®طھظ‡ ظ¾ظˆظ‡ظٹط¯ ې ظ…ظˆط±ې

ع†ې ط¯ ط®ط¯ظ…طھ ط´ظˆظ… ظ„ظ‡ طھط§ ظ„ط±ظٹظˆطھظ…
ط§ظپط³ظˆط³ ط§ط±ظ…ط§ظ† ع©ظˆظˆظ… ظ¾ظ‡ ط¯ې ظ…ظˆط±ې

ط¯ظ…ط²ط¯ظˆط±ط²ظˆی ط®ط¯ظ…طھګط§ط± ظ†ظ‡ ظ‡ظٹط±ظٹږظٹ
څظˆ ظ…ط± ظ‡ ظ¾ظ‡ ظ…ط§ ظˆع©ړظٹط¯ې ظ…ظˆ ط± ې

اخترهبشپړ شعر ولولئ

اختره

محمد يوسف خدمتګار

ژوندون څه دی شور وشر دی چې
تيريږي
هر دوران يې راهګذر دی چې
تيريږ ي

څه به خوښ شي چا چې غم ليدلی
نه وي
ژوندون ښکلی ماذيګر دی چې
تيريږ ي

ر ڼا تل د شپې د تر پا يه ا
نتظا ر وي
خندل هسې لنډ سهر دی چې تير
يږي

دغمونو يو با زار مې زړه کې
جوړ دی
يو د ننه بل بهر دی چې تير يږ
ي

د ځوانۍ لالونه وخوړل وختو نو
خيال هوس هم يو سفر دی چې
تيريږي

په موسکا دې په وعدو باندې
ژوندی يم
د ګلمخو د ا هنر دی چې تير يږ
ي

په نيشه کې مې نظر شو په وچ
شونډو
خوار کډوال کډه په سر دی چې
تيريږي

مبارک ووايم چا ته چېرې لا ړ
شم ؟
جدايي لکه محشر دی چې تيريږي

دلته ټول په تليفو ن مبا رک
وايي
په ژړا زما اختر دی چې تيريږي

خدمتګار دې پروا نه لري اختره
ښکلې يار يې مرور دی چې
تيريږي



مرغومی ١٣٨١ ل هـ
کلا کر ويک ناروې