پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
اختره
ژوندون څه دی شور وشر دی چې
تيريږي
هر دوران يې راهګذر دی چې
تيريږ ي
څه به خوښ شي چا چې غم ليدلی
نه وي
ژوندون ښکلی ماذيګر دی چې
تيريږ ي
ر ڼا تل د شپې د تر پا يه ا
نتظا ر وي
خندل هسې لنډ سهر دی چې تير
يږي
دغمونو يو با زار مې زړه کې
جوړ دی
يو د ننه بل بهر دی چې تير يږ
ي
د ځوانۍ لالونه وخوړل وختو نو
خيال هوس هم يو سفر دی چې
تيريږي
په موسکا دې په وعدو باندې
ژوندی يم
د ګلمخو د ا هنر دی چې تير يږ
ي
په نيشه کې مې نظر شو په وچ
شونډو
خوار کډوال کډه په سر دی چې
تيريږي
مبارک ووايم چا ته چېرې لا ړ
شم ؟
جدايي لکه محشر دی چې تيريږي
دلته ټول په تليفو ن مبا رک
وايي
په ژړا زما اختر دی چې تيريږي
خدمتګار دې پروا نه لري اختره
ښکلې يار يې مرور دی چې
تيريږي
مرغومی ١٣٨١ ل هـ
کلا کر ويک ناروې