د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي محمد يوسف خدمتګار شعرونه

ژوند

ژوند

څه ښه يو سفرؤ څه وصال مې په کې وليد
جانان مې په کی وليده جمال مې په کې وليد
 

خوب ؤ خو مانا اوتعبير دواړه ور په کې وو
پايان دسرمنزل ؤ قيل وقال مې په کې وليد

پا لنګ ؤ دسرو ګلو منځ کې ناسته زما مينه
صراط نه چې ورتېر شومه هلال  مې په کې وليد

نه شيخ نه يې ريا وه نه رقيب ؤ نه ا غيا ر
راسا د شينخالۍ د زنې خال  مې په کې وليد

ما نن زمانه وليده چې ټيټې سترګې ګوري
ما تير وختونه وليدل خوشحال  مې په کې وليد

ما وليده مير ويس د نازو غيږ کې لو بيدلو
تدبير مې په کې وليده وصال  مې په کې وليد

غازي امان مې وليد ه غفار بابا تر څنګه
خجل شومه له ننګه چې خپل حال مې په کې وليد

خوچې سترګې مې شوې خلاصې نه طاقت ؤ نه ځواني وه
يو جرنګ دښاپيرو ؤ چې يو ټال  مې په کې وليد

داڅه وو خدمتګاره څه دي غوښتل اوڅه وشول
بس ژوند ؤ چې لاړ تير شو لو جنجال  مې په کې وليد

د شاعر نور شعرونه ←