د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

اندېش شمس القمر

د اندېش شمس القمر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

21 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

د محبت په کوم منزل کښې اوسم
چې نا اشنا غوندې محفل کښې اوسم

ډېره سنگينه زند گي تېره ووم
زه د احساس په شيش محل کښې اوسم

د بې وسۍ د ونې لاندې ناست يم
د مهذب دور څنگل کښې اوسم

په يار د مينې وقار نه غورزوم
لکه وږمه يې تخيل کښې اوسم

ځار د تکل د تقاضې د وفا
ورک د منزل په خيال، مزل کښې اوسم

دورځو شپو نودې سړې دي زه يم
دغه عارض، دغه کاکل کښې اوسم

يم به د خپل ژوند د وطن باشنده
زه که په نظم، که غزل کښې اوسم

نه يارانه، نه رقيبان، نه جانان
ځان له د خپل ارمان گوگل کښې اوسم
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

چرته چې د مينې هوا نشته دی
اورشته خو شغله د رڼا نشته دی

گل مې ستايه ځان مې په گل نه ستايه
دې کښې څه روا نا روا نشته دی

کومه بلا نشته په ښارونو کښې
دې ځنگل کښې کومه ښکلا نشته دی

برخه کښې د مينې په تندي شوله
ياره ټول ستا ده زما نشته دی

مينه کوه، مينه کوه ، مينه يار
دغه کښې بېگاه او سبا نشته دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

داغ د حسرت د ورکېدو نه دی
اوس دغه گل د رېژېدو نه دی

تش دې درنگ په ادا څه وکړمه
ستا خو فطرت د پسرلو نه دی

لا د اشنا دراتلو وخت شته دی
لا انتظار مې په سلگو نه دی

زما ملگرو چې اوږه ورنه کړو
هسې دا ژوند د تېريدو نه دی

د محبت جهان لا نه دی اباد
دشت خو لا ډک د لېونو نه دی

خو حوصلې لږې تېرې غواړي
څنگه مزل د غوڅېدو نه دی

زړه که وعده شوله ورياده ورته
بيا خو ئې خوي د معشوقو نه دی

درست ده اشنا چې زه دې هېڅ نه لگم
خو محبت شی د رشتو نه دی
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

چې مينه کې خليل غوندې انگار کې نه اودرېږي
هغه دې د مئېنو په قطار کې نه اودرېږي

تکل دی،شواخون دی، تل دسرو گلو ارمان
سپرلی چاته هېڅ کله هم په لار کې نه اودرېږي

رنگين کړه خپل احساس په تمنا د پسرلي
گلونه به دې څنگه انتظار کې نه اودرېږي

هېڅ کله به خطا نه کړي زما د نظر لاره
موسم دې د رنگونو په سينگار کې نه  اودرېږي

طوفان د رقابت وي که تيئرې د بېلتانه
د مينې قافله په يو ناتار کې نه اوردرېږي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

لږ زړگی مې د غمونو نه دمه شي
چې مې مينه ستا يادونو کښې نشه شي

دمذهب د مينې څومره ښه د ستور دی
دا چې مينه دې د مينې صدقه شي

هله پوهه په خوږو د محبت شي
چې د خپل ځيگر په وينو اموخته شي

اميدونه د اسمان ستوري راکوز کړي
خو هله چې همتونه ورسره شي

خو چې ستا د اطلسي زلفو خيال راشي
دا ازغي ازغي وختونه مې جامه شي

بې له تا داندېش مينه نه ماتېږي
اشنا ملک که د ښائست يوه چپه شي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

زه چې د حسن د منزل په سفر تلې يمه
د خپلې مينې د يقين په وزر تلې يمه

هر څه مې ياد وو چې درتلم خو دا مې نه ياديده
چې په دې لار خو زه سحر مرور تلې يمه

زه مظلومانو له ورغلې په خړپوسو يمه
زه ظالمانو له د پنجو په سر تلې يمه

ديدن په خپل ځائۍ خو ستا لوظ د ګودر پسې ځم
کله په لوړ کله په کوز مازيګر تلې يمه

ګل مينې ډيرې که د امن ترانې وايمه
څوک به يې اوري چې له تا نه په شر تلې يمه

زه مسافر ووم ستا د نوم لوږې اخستې ووم
زه دې د کلي د کوڅو نه نهر تلې يمه

د کوم هېواد نه چې ستا ياد د ستا وږمه راوړې
لکه د باد ورپسې سمه په غر تلې يمه

د يار په زړه کښې څه دي دې باندې پوهېږمه زه
ځولۍ به نيسم چې د ځانه خبر تلې يمه

د ګلزارونو په لېواله ارمان تلې يمه
يوې غوټې له که يو ګل له سحر تلې يمه

نه د سپرلي نه چا د بڼ د هوا راوړه خبر
نه په دې بابله زه د ځانه بهر تلې يمه

زه ډېرو لارو چرته لار پسې وروک کړې يمه
په دغه فکر کښې به زه لر او بر تلې يمه

ما وې د نمر يوې شغلې سره هوا شوې لاړې
پرخې وې نا زه خو د ګل نه ګوهر تلې يمه

ډيره موده وشوه چې نه ښکارې اندېشه ولې ؟
زه په دارو پسې د دړد د ځيګر تلې يمه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

شمکور کړه انتظار د حسرتونو چوپالونه
ستا سترګو پسې مړه شو د يادونو چوپالونه

دا ويښه چې نن ښکاري زندګي د سباؤن
جوړ بيا کړي غزونې د وختونو چوپالونه

د حسن کرامت دې که اعجاز د محبت
رنګين مې دي ساتلي د خيالونو چوپالونه

ضرور به مسکۍ شوې شهزادګۍ وي د اميد
راڼه راڼه ښکارېږي د خوبونو چوپالونه

هر ښکلې هلاکو دې هر پې مخې چنګيزخان
مئېنو دوي به خود سېزي د زړونو چوپالونه

پښتو ده اوس اسمان به رانه نه پټوي سترګه
زه بيا اباده ووم د ارمانونو چوپالونه

شي کور د طلب وران شي به د شوق کلې تالا
اندېشه ويجاړ مه شه د زخمونو چوپالونه
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

کلې زما او د جانان نه کېده
خو بې د مينې نه ګزران نه کېده

زړه کښې مې بل شو د حسرت داغونه
ګني دې کور کښې چراغان نه کېده

ښکلو چې مونږه درنه ځار کړو ژوندون
په يو نظر ستاسو تاوان نه کېده

زړګي مې ستا د مخ ګلاب غوښتلو
په رنګينو د ګلستان نه کېده

د ژوند په لار مخې له راغله تير شو
هغه ياران زما ياران نه کېده

بيا دې سايې ته د کاکل راغلمه
ژوند په غرمو کښې د هجران نه کېده

موړ يې په مال کړم د خوبانو د غم
نور په ما هېڅ سود د دوران نه کېده

ما د هر وخت په جبين کښل وليدل
کفر دې کفر دې انسان نه کېده
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

ځه ځواني لاړه ستا د زلفو په ول نه وايمه
خو د حالاتو په نخرو به غزل نه وايمه

هره ښکلا د وخت هوا لکه خسڼي يوړه
تش د ريدي د سرو ګلونو د ټل نه وايمه

بس دا يو شې زما د فن د جوارۍ ګټه ده
چې زه سندرې د ژوندون په چل ول نه وايمه

ما ته تمغه د بادرۍ تړي خو شرط يې دا دې
چې به د دې خاورې اتل ته اتل نه وايمه

چې ستا د ننګ برې اور بل نه دې شېرينې پښتو
ورته مئين ستا د سايې د اوربل نه وايمه

بيا ولې هر سړې يريږي د خپل سيوري نه هم
ځه وشوه خېر دې زه دې ښار ته ځنګل نه وايمه

شلې وعدې د انتظار لوړې ژورې لارې
دې کښې بې صبره زړه ته هيڅ کله مل نه وايمه

ما او حالاتو نن په دې دعا د خېر وکړله
ساز ته به ساز وايم خو غل ته به غل نه وايمه

د مينې د شتې د موټرو په پايو نه وهم
زه دغه سېل ته ستا په لوري مزل نه وايمه

چې په کښې ناسته ده زما د اميدونو راڼۍ
زه به د خپل فکر کنډر ته محل نه وايمه؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

اندېش شمس القمر

په سر سايه د يار د خيال واخله
اې زما زړه د مينې حال واخله

راشه راوځه د خپل ذات د کوره
د دې زواله څه کمال واخله

زما د دور د خوبانو مينه
بس لکه سيورې د ديوال واخله

ډيرې نازکې دي د زړونو ماڼۍ
دلته کښې هر قدم په پال واخله

د هجر لارې له توښه کړه اوښکې
د ځان سره خپل پشکال واخله

دلبره ژوند داسې آباد غواړمه
لکه ستانه ستا د جمال واخله

لويه مېره دې د بيلتون په سر ده
ساه په جنګۍ کښې د وصال واخله