د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اندېش شمس القمر شعرونه

غزل

ځه ځواني لاړه ستا د زلفو په ول نه وايمه
خو د حالاتو په نخرو به غزل نه وايمه

هره ښکلا د وخت هوا لکه خسڼي يوړه
تش د ريدي د سرو ګلونو د ټل نه وايمه

بس دا يو شې زما د فن د جوارۍ ګټه ده
چې زه سندرې د ژوندون په چل ول نه وايمه

ما ته تمغه د بادرۍ تړي خو شرط يې دا دې
چې به د دې خاورې اتل ته اتل نه وايمه

چې ستا د ننګ برې اور بل نه دې شېرينې پښتو
ورته مئين ستا د سايې د اوربل نه وايمه

بيا ولې هر سړې يريږي د خپل سيوري نه هم
ځه وشوه خېر دې زه دې ښار ته ځنګل نه وايمه

شلې وعدې د انتظار لوړې ژورې لارې
دې کښې بې صبره زړه ته هيڅ کله مل نه وايمه

ما او حالاتو نن په دې دعا د خېر وکړله
ساز ته به ساز وايم خو غل ته به غل نه وايمه

د مينې د شتې د موټرو په پايو نه وهم
زه دغه سېل ته ستا په لوري مزل نه وايمه

چې په کښې ناسته ده زما د اميدونو راڼۍ
زه به د خپل فکر کنډر ته محل نه وايمه؟
د شاعر نور شعرونه ←