پښتو ادب · شاعران
هلمند شيرزاد
د هلمند شيرزاد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
په کال 1979 کی د اګست په 19 نيټه په یوه بزګره کورنۍ کې چې د همیشه بهار ننګرهار دخوګياڼو مربوت شيرزادو د ولسوالی د ملي خیلو په شورلاخيلو کلي کې دی نړی ته ستر ګې غړولي دي .
اصلي نوم مې هلمند او کورنۍ نوم می شیرزاددی. د پلار نوم می محمد اقا شیرزاد دی. د ثور د انقلاب وروسته د کلي نه د جلال اباد ښکلي هميشه بهار ښار ته را کډه شو، دا ځکه چې زما پلار هلته دنده درلوده زه کوچنی وم . لمړنۍ زده کړې مې د نصرت په منځني ښونځي ( چې اوس لیسه ده) کې تر سره کړي، اوپاته نوری زده کړې يانی 12 ټولګۍ می په کال 1997 د ننګرهار په عالی ښونځي کې سر ته رسولي. په 1996کال کې زما پلار د سياسي ستونزو له مخی د سويډن هېواد ته د زيات مجبوريت له مخی جبري مهاجرت يا کډوال شوی وه وروسته په
کال 1999 د جولای په میاشت کې له خوږ وطن افغانستان نه د جنګونو، بدبختیو او نورو رنګارنګ سياسي ستونزو جلاوطنی ته مجبوراو د سویډن د مالمو ښار ته د خپلی کورنۍ سره یو ځای راکډه شوم. اوس د اقتصاد د پوهنځی د بانک او فاینانس د ريشتی د ۲ کال زده کونکی یم. ميرمن او يو ځوی لرم . زما د شعر سره علاقه يوازی په دی خاطر ده چې نژدی ۱۳کاله وړاندی له وطنه جلا شوی يم لاکين دوطن او خلکو کړاونه ، او ستونزی مې هميشه زوروي يانی هميشه زما روح او روان د خپلو وخلکو سره وی .
زه او زما شاعري
شعر او شاعر د هر چا لپاره ځانګړی ماناوی لري، څوک یی د حالاتو او اجتماع ترجمان بولي، څوک يي صرف یو خداي استعداد بولي ، څوک يي څه شی او څوک څه شی ـ بی له شکه چی دا به خدای استعداد وي ځکه چی انسان اشرف ال مخلوقات دی .
خو زما لپاره شعر هغه پټ احساسات دي چې که هر څومره یی سړی (شاعر) د پټیدو کوښښ وکړي نه پټيږی او خپل ځان ښکاره کوي، شعر د زړه هغه جذبه ده،هغه درد دی چی په ښکاره کولو سره يي د شاعر درديدلی زړه ته سکون ورکول کیږي . زما له نظره خو کوم زړه چی دردی دلی نه وي هغه هیځ کله هم شعر نشي ویلی، شعر په ډیر لوست ممکن نه دی.
د خپلو پورتنیو جملو د لا مزبوتولو لپاره یی اړین بولم چی ووایم، که چیری مونږ دغه مختلفو شاعرانو ته ځیر شواو فکر وکړو چی دوی ولی داسی مختلف دی، يعنی دوی ولی داسی په مختلفو رقمو شعر ويلو مشهور او یا ځانګړتیاوی درلودی، لکه رحمان بابا چی په تصوفی شاعر مشهور دی، خاطر افریدې چی په عشقي شعرونو کی ښه استعداد لری، ملنګ جان چی ټول وخت يي د وطن او ولس نغمی غږولي. هو دا هم منم چی دوی به یو نیم نور ډول شعرونه هم ویلي وي خو هومره ډیر او ښکلی به نه وي لکه کوم چی ددوی د خپل زړه درد وي.
همدا شان زما شاعري هم زما د زړه هغه دردیدلې او زخمي زړه اواز دی کوم چی زه هیځ کله خوب او ارام ته نه یم پريښۍ او هر وخت يي دی ته هڅولې یم چې د خپل خوار او کړیدلی ولس سره خپله د زړه خواله وکړم. همدا شان نن د دوستانو په هڅونه ستاسی مخ ته یو څو نمونی د خپل خوار قلم لیکلی کرښی ( شعرونه)وړاندی کوم.
شعرونه
15 خپاره شوي شعرونه
قوتبشپړ شعر ولولئ
قوت
هلمند شيرزاد
د دنيا لـــــــــــــوي څـــو قــــــــوته
يـو غريب وهي په لـــــــــــــــته
هر يو زور وهي حـــــــملي کــړي
تر خـــــپل زور تر خپل طـــــــاقته
مظلوم پروت په وينو سور دي
څوک يي نــــشته د عيبــــــــــته
چـا جامي کړي باندي څــــــيري
چـا راکش کړو له واســـــــــــکټه
چا لنگي ته لاس ورجگ کـــــــــړ
چی شــــــمله يي کړي راښـکته
دا د پښو لاســـــــــــو لويدلـــــــــي
پــــروت بي ځانه لــکه ســـــــــټه
نن يي ټـــــــــول کــــلي ويــــــده دي
هيڅ څـوک نه خـــــوځی لــــه کټه
دا بی وځــــله ولـــــــــس خــــــــــــدايه
کړی ته خلاص لــــــــه دی افتـــــه
کنړ سيند مشاعره ډنمارک 2010/08/01
ته چیرتهبشپړ شعر ولولئ
ته چیرته
هلمند شيرزاد
ته چيرته او زه چيــرته
دا د ښار او غره چيرته
زما پښتو زما غــــرور
ستا زنه نيوه چيرتـــــه
ستا دا برندو سترگو تـه
زمونږه نيغ کاته چيرته
يو ځل چی اقرار وکړو
بيا په شا کيده چيرتــــه
ستا دا اټوم بم خنــــــدا
زمونږه ټينگيده چيرته
دا د هلمند خوار قسمت
د دی دې بدليده چيرته
2010/07/06 مالمو سویډن
څه خبربشپړ شعر ولولئ
څه خبر
هلمند شيرزاد
تاسی بی درده په دردو څه خــــــــــــــبر
د زخمي زړه په فريادو څه خـــــــــــــــبر
په ځان مين يي شيش محل کي اوسی
په بی کورئ او يخو شپو څه خـــــــــــبر
ای د کباب په مزو مستو خــــــــــــــلکو
د وچ سوکړک په کرپيدو څه خـــــــــــبر
ډير مو په ږيرو او تسبو غلط کــــــــــړل
مونږ سادگان مو په نيتو څه خـــــــــــــبر
وطن مو ټول په کنډوالو بدل کــــــــــــــړ
د خوار غريب په بی وسو څه خـــــــــــــبر
آ د پردی تر شا بادار مو راوســــــــــــت
ددی بد رنگو په وعدو څه خـــــــــــــــبر
ستا د سنگر ملگری ټول خفــــــــه دي
د شهيدانو له ارمانو څه خـــــــــــــــــبر
هلمنده دوی يي پــــه ډالرو پلــــــــوري
دا بی پښتو يي پــــــه پښتو څه خـــــــــبر
2010/07/23 مالمو سویډن
مونږ څومره دروغجن يوبشپړ شعر ولولئ
مونږ څومره دروغجن يو
هلمند شيرزاد
مونږ د چوکــــــــــئ او د شهرت په خاطــــــــر
د ځان ځانــــــــــئ او د دولت په خاطــــــــــــر
خلک تير باسو د قـــــدرت په خاطــــــــــــــــــر
مونږ په دروغو کی له هر چا نمبر ون يـــــــــــو
مونږ څومره دروغجن يو
د غـــــــلا او چـــــــور ښـــــی تجربی لـرو مونږ
هم د ظلـــــــــــــمو ښـــی کارنامې لــــرو مونږ
ډيرئ پيسی لـــــــــــوړی بنـــــګلئ لـــــرو مونږ
تاسی بــد بخــــته يي چی مونږه مو واکمــن يو
مونږ څومره دروغجن يو
لاس کــــــــي تسبی ګـــــــيره اوږده مي ګـــــــوره
بل قرقــــــولې چپن رنــــــګه مـی ګـــــــــــــــــــوره
د غـــــــــلو ډاکـــــــوانو اداره می ګــــــــــــــــــــوره
د پاسه سپين ښکـــــــــــــارو خو زړونو کی خيرن يو
مونږ څومره دروغجن يو
نن د پښتو پر ځای فارسي غــــــــــــــــــــږيږو
هم په اردو او انګلــــــيسي غـــــــــــــــــــــږيږو
چي مو فايده وي نو روســـــــي غـــــــــــــږيږو
په دوی کی ګټه ده نو ځـــــکه پری مـــــين يو
مونږ څومره دروغجن يو
چي ټولټاکنئ شي وعدی مو ګــــــــــــــــوره
غوړئ ډوډئ په اوټ پيسی مو ګــــــــــــــــوره
دعوي د امن ديموکراسئ مـــو ګــــــــــــــوره
بس دا شعار مو وي چی مونـــږه مو دردمن يو
مونږ څومره دروغجن يو
زه هلمند نور نو چا ته وژاړمــــــــــــــــــــــــــه
له دي غـــــــمو پناه تری وغـــــــــــــــــــواړمه
چی يي ليونې سپي بانـــــــدی وداړمــــــــــه
مونږ رياکاره پر يو بل باندی شــــــــــــــکمن يو
مونږ څومره دروغجن يو
2010/09/18 مالمو سویډن
اخترهبشپړ شعر ولولئ
اختره
هلمند شيرزاد
اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســــــونه سره نوي کالې مه غواړه
دلته د هر چا په کور غــــــــــم پريوتی
په چــــا هم تندر په چا بـــــــــم پريوتی
آ لوړ منار زمــــونږ د چــــــــم پريوتی
اوس نو اتڼ زمونږ مستې مه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه
ډیـــــرو غمو مونږ نه خندا هيره کـــړه
دی بيوسو مونږ نه موسکا هيره کړه
مونږ يي راتلو ته ستا تابيا هيره کړه
ددي مجبور کلی دوستــې مه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه
د خټو کــــور می سيــــــــــلابونو وران کړ
څه زلــــــــزلو څه طـــــوفانونووران کــــــړ
ګــــودر چنــــــار مي راکټونو وران کــــړ
اوس ډير غريب يم زما خاني مه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه
ورشه مشران زمـــــــا بی صبره ښـــکاري
نن غـــلامـــان درته بي صـبره ښـــــکاري
دا خود خواهان درته بي صبره ښکاري
لــــه دي چاپړوسو نه راستې مـه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه
هلـــــمنده اوس به څوک اختر ولمانځي
تشو لاســــــو خاوری په سر ولــــمانځي
ياپه کابل او يـــــا خـــــــيبر ولــــــــمانځي
تير شه له مــــــــونږ نه شيرينی مه غواړه
اختره مونږ نه خوشحالې مه غواړه
لاســـــــونه سره نوی کالې مه غواړه
2010/09/10 کمکی اختر، مالمو سویډن
بازاربشپړ شعر ولولئ
بازار
هلمند شيرزاد
مونږه پـرانستئ د غـــــــــمــــو بازار دی
د هر رنګ جنګ او د جګـــــــــړو بازار دی
چی د بل بام واورې په خـــپل اچــــــــوی
دا د هــــــمغو څـــــــــــو ړنــــدو بازار دی
چی نه د خپــــــــل او نه د بل په درد وی
دداسی مستو لــــــــيونــــــــــو بازار دی
مونږ مشورو ته اخندان راغـــــــــــوښتي
د څـــــــــو بدرنګـــــــــو پنجابـــو بازار دی
زما پښتو چی په پردو خـــــــــرڅـــــــــوی
دڅـــــــــوبی ننـــــــــګو پښتنو بـــــازاردی
چی به په لار تــــــــــــــری تيريـــی نشو
د زوړ مــــــــلا زوړ تـــــــــــراوو بــــازار دی
زمونږ سهار زمونږ مــــــاښام په ويــــــر دی
د جنــــــــازو او هـــــديــــرو بــــــــــازار دی
(هلمنده) اوس دلته خنـــــــــــدا نشته دی
د وچو شونډو سترګــــــــو ســـرو بازار دی
مالمو سویډن2010/09/10
يونشیبشپړ شعر ولولئ
يونشی
هلمند شيرزاد
تر څو چی مو لښکرئ او سالار سره يو نشی
ترڅو چی مو دا رنگارنگ شعار سره يو نشی
وی لار به رانه ورکـــــــه مــــــــنزل ته د ورتللو
تر څـــــــــــــــو لکه د زاڼو مو قطار سره يو نشی
خود وو به د اغيارو د ظالـــــــــــــمئ چړي لاندی
تر څو چی می پنجشير او کندهار سره يو نشی
هيڅ ځای به مو ونه نيسی خروار عـــــــــــبادتونه
تر څو چی مو عمل د خــــولی ګفتار سره يو نشی
تر څو چی په جرګو ورسره کښی نه نو په پــــــوله
زما د لوړو غرو خـــــــــــــــلک به ښار سره یو نشی
قطار قطار به اوځــــــی جنازی زمونږ له کــــــــــوره
تر څو لـــــــــويه پکتيا بادغیس تخار سره يو نشی
تر څو چی مو په زړونو کی یــــــــو بل سره کینه وی
زمــــــا خړه پګړئ به برګ چـــــــــــلتار سره یو نشی
هلمنده چی په خپلو کـــــی یو بل سره جــــوړ نشو
د بل په مــــــــــــشورو به دا دربار سره جـــوړ نشی
2010/09/20 مالمو سویډن
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
هلمند شيرزاد
چی په غوسه شي
تکه سره شي
کله چوپ کله توتله شي
د سور اوريوه لمبه شي
لکه ماشوم داسی ساده شي
بيا په دوه خوږو خبرو
د خندا نه تکه شنه شي
باڼه چی ښکته کړي نخره شي
د شرمه ډکه خوله خوله شي
په نه نه ويلو دومره وړه شي
بس د ښکلا يو فلسفه شي
چی د هلمند د ژوند کيسه شي
2010/07/16 مالمو سویډن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هلمند شيرزاد
يا می له کلي نه بهر اوباسی
يا می د زړه ځنی دلبر اوباسی
وايي چی لمر په ګوتو نه پټيږی
يا خو ټول کډه شې يا لمر اوباسی
نن به ګودر کی ورته بيا دريږم
هله راټول شی بيا لښکر اوباسی
زه هم غرور لرم پښتو لرمه
يا به می روغ له تنه سر اوباسی
هلمند شيرزاد هم په خندا قبول دی
دديدن وروسته يي که ځيګر اوباسی
2010/08/12 مالمو سویډن
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
هلمند شيرزاد
څه چی په زړه می دي په خوله نه راځي
لکه په للمه چی اوبه نه راځــــــــــــــــــي
ستا په مسکئ مسکئ خندا تيروتـــم
اوس نو پښتو ده چل د نه نه راځــــــــي
تاسی د ښار ښکلو ته لوبئ ښـــــکاري
ځکه مو زړونو کی جذبه نه راځـــــــــــي
سپوږمئ هم ځان وريځو کي ونغاړلــــو
اوس روڼ اسمان او هغه شپه نه راځــــي
د بيوفا جانان د ظلمه ځنـــــــــــــــــــــــــــي
نم مي د سترګو تر ليمه نه راځـــــــــــــــي
نن مو په مينه باندی ټول خــــــــــــبر دي
هلمند شيرزاد ته اوس بهانه نه راځــي
2010/09/18 مالمو سویډن