د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي هلمند شيرزاد شعرونه

يونشی

تر څو چی مو لښکرئ او سالار سره يو نشی
ترڅو چی مو دا رنگارنگ شعار سره يو نشی

وی  لار به رانه ورکـــــــه  مــــــــنزل ته د ورتللو
تر څـــــــــــــــو لکه د زاڼو مو قطار سره يو نشی

خود وو به د اغيارو د ظالـــــــــــــمئ چړي لاندی
تر څو چی می پنجشير او کندهار سره يو نشی

هيڅ ځای به مو ونه نيسی خروار عـــــــــــبادتونه
تر څو چی مو عمل د خــــولی ګفتار سره يو نشی


تر څو چی په جرګو ورسره کښی نه نو په پــــــوله
زما د لوړو غرو خـــــــــــــــلک به ښار سره یو نشی

قطار قطار به اوځــــــی جنازی زمونږ له کــــــــــوره
تر څو لـــــــــويه پکتيا بادغیس تخار سره يو نشی

تر څو چی مو په زړونو کی یــــــــو بل سره کینه وی
زمــــــا خړه پګړئ به برګ چـــــــــــلتار سره یو نشی

هلمنده چی په خپلو کـــــی یو بل سره جــــوړ نشو
د بل په مــــــــــــشورو به دا دربار سره جـــوړ نشی
2010/09/20   مالمو سویډن

د شاعر نور شعرونه ←