پښتو ادب · شاعران
شفيقه پښتونزۍ
د شفيقه پښتونزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
پښتنې خورېبشپړ شعر ولولئ
پښتنې خورې
شفيقه پښتونزۍ
پښتنې خورې د پښتو قدر به نه کموې
دا خپل ټيکری به دې له سره ګوره نه ګوزه وې
دا د عزت دا د ابرو دا د غيرت نښه ده
دا د نازو او د ملالې د همت نښه ده
دا د پښتو د پت غيرت جنډه به نه ړنګوې
پښتنې خورې د پښتو قدر به نه کموې
داد حوا بي بي ميراث دی موږ ته ښکلې پرده
دا د اسلام اود الله د رضا ستره تحفه
دا د اسلام او د الله د رضاستره تحفه
د امانت په څېر بې ته خورې ساتنه کوې
پښتنې خورې د پښتو قدر به کموې
دا مو ښکلا دا مو زينت دا مو ګاڼه و بولئ
دا د پښتو او پښتونوالي نښانه و بولئ
لکه شمله د پلار نيکه به يې مدام رپوې
پښتنې خورې د پښتو قدر به نه کموې
پښتونزۍ ګوره دې پردي وطن کې تېر نه وځې
چې لوپټه دې ګوره چېرې سر نه پرېنوځي
دنيا فاني ده د قيامت سفر به نه هېره وې
پښتنې خورې د پښتو قدر به نه کموې
سبو ته مې سلام دیبشپړ شعر ولولئ
سبو ته مې سلام دی
شفيقه پښتونزۍ
د وطن دښتو ميرو ته مې سلام دی
ټولو دنګو دنګو غرو ته مې سلام دی
دم په دم مې راياديږي چې شوم لرې
د خېوې لارو کوڅو ته مې سلام دی
که پردي ملکونه هر څومره شي ښکلي
د وطــــن درو درو تـــــــه مــــې سلام
څومره خوند دی هر يو شي کې ستا وطنه
ستا شفتلو ستا سبو ته مې سلام
خدايه جوړ نور دا وطن افغانستان کړې
پښتونزۍ يم پښتنو ته مې سلام دی
ميلمنهبشپړ شعر ولولئ
ميلمنه
شفيقه پښتونزۍ
د رنګونو ښار ته راغلم خو ګلونه ښکلي نه دي
د پارکونو ښار ته راغلم خو سيلونه ښکلي نه دي
نه مې دې ځای کې کولتور شته نه مې دلته عنعنه شته
ميلمنه د بل کولتور شوم رواجونه ښکلي نه دي
بدل کړي دې وطن دي زموږ پېغلې او ځوانان ټول
د غيرت ښکلا يې نشته سينګارونه ښکلي نه دي
څومره ښکلی يې وطنه په رښتيا جنت نشان يې
خو افسوس پښتونزۍ دا چې بس جنګونه ښکلي نه دي
نغمه شمهبشپړ شعر ولولئ
نغمه شمه
شفيقه پښتونزۍ
ووايه زه ساز او که نغـــــــــمه شمه
څنګه دې جانانه مېـــــــــــلمنه شمه
جوړ په تصور کې ځان پاچـــــــا کړمه
څو شېبې رنګينه شان دنــــــيا کړمه
لاړه شم خو بېرته راستــــــــنه شمه
څنګه دې جــــانــــانـــه مېلمنه شمه
دا زما خزان لـــــــمبه لـــــمبه ځواني
دا په کړاوونو اموخــــــته ځــــــــواني
پرېمېږده قسمته چې دمـــــــه شمه
څنګه دې جانانه مېـــلمـــــــنه شمه
تا کړمه غزل که دې سنـــــدره کړم
ګل دې د اوربل که خـال په زنه کړم
يا که سپلني غونـــــدې لمبه شمه
څنګه دې جــانــانه مېـلمنه شمــــه
وايي پښتونـــــــزۍ چې پښتنه يمه
ټينګه همېـــــــشه پـه دې وعده يمه
ستا دسر پټکی او کــه شمله شمه
څنګه دې جانــــانـــــــه مېلمنه شمه
هلمند مې ژاړيبشپړ شعر ولولئ
هلمند مې ژاړي
شفيقه پښتونزۍ
قلمه ووايه چـــــــې څــــــــه ولېــــــکم
ډېر دي تــرخـــه څنــــګه خــــواږه وليکم
په خــــولـــــه مې مينه محبت نه راځي
د ګـــــران وطن په هـــکله څـــــه ولېکم
دجنګ لمبوکې چې لوی شوي يوو مونږ
دغم څپېړو چې وهــــلي يـــــوو مــــونږ
ډېرپه فرېاد په چغو شوي يـــــــوو مـــونږ
دعزيزانو نه بــــــېل شـــوي يــــــوو مونږ
نه راځي خولې ته مې دميــــنې کيسې
ښکــلې نېازبينې اوشېرينې کـــــــيسې
ديتــــيمانــــــــو اوسيــــــــلي ولـــــيکم
او که دکـــــونــــډو تـــــــورټيکري وليکم
زه هــــــم ژړېــــــږم چې وطن مې ژاړي
کا بل مې ژاړي هـــــم هلمند مې ژاړي
دشيــــــن کـــونـــړ دغرو لمنې سپېرې
سپينه جامه کــــې نارنج ګل مې ژ اړي
پــــــه قنـــــــــدهـــارکې هم ژړاخپره ده
دپنجوايـــــــي بچـــي مسکين مې ژاړي
چــــې دا لغـــــــمان بلبل بلبل وطن دی
دادهنراوهــــــنرمــــــــــــند وطـــــن دی
اوس سړې شوي د هــــــــر تن سندرې
دزخمي زړه سوي ګـــــوګـــــل سندرې
په دې مــــاتــــــــم کې به زه څه وليکم
ډېر دي ترخه څنـــــــګه خـــــــواږه وليکم
پښتونزۍ سوال کړي چې وطن مې جوړ شي
زړګـــی مې جوړشي او ټول تن مې جوړ شي
چې بـــــيا نو وليــــــــکم د ميـنې کيسې
نږه خوږ ې او ګلورينې کيـــــــــــــــــسې
چې دجنـــګ تور مخ مې غزل کې نه وي
هــــــــــــم مې بارود د زلفو ول کې نه وي
چې د وطن مـورکۍ خنـــــــــدا ياده کړي
واوېلا پـــــــرېــــــــږدي اومسکا ياده کړي
څېـــــــــرې ګرېوان به د یتيم راټول شي
دا تـــــــــــــور ټکری به له وطنه ټول شي
زمــــــا قــــــــلم بــــــه هم ژړا پرېږدي بيا
ټول به ليکل دغم غــــــــــــوغا پرېږدي بيا
په خـــــوشحــــالۍ به ترۍ پوښتنه وکړم
اوس خــــــــو سپرلی شووايه څنګه وکړم
قلمـــــــــــــه و وايــــــــــه چې څه وليکم
ترخه شول ورک شکـــــــورخواږه به ليکم
د/ زويندريخ/ښار
ننګرهاربشپړ شعر ولولئ
ننګرهار
شفيقه پښتونزۍ
سلام مې د جلال په سپين مزار دی
چې جوړ کړی يې نارنجو نه يو ښار دی
زه يې نه وينمه ساری په هيڅ ځای کې
ماته ګران د هر وطن تر باغ بوستان دی
دا شمله ده د ننګونو غيرتونو
د امير شهيد مزار يې لوی نښان دی
دا لوی کور د لر او برو پښتنو دی
چار صدې غوندې ملکيت دپاچا خان دی
ټول وګړي يې د پوهنې بلبلان دي
چې پښتون عبدالحبيب دبڼ باغوان دی
ستر پښتون يې په ځولۍ کې دی روزلی
تل سلام مې په وزير محمد ګل خان دی
بختور يې ننګرهار ه چې په تا کې
په خواږه خوب ويده شوی ملنګ جان دی
شفيقه پښتونزۍ تل په جهر وايي
زما روح دی زما تن دی زما ځان دی
د جلال په ابادۍ کې لوی کمال دی
چې له ګلو يې جوړی ښکلی ښار دی