د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي شفيقه پښتونزۍ شعرونه

ميلمنه

د رنګونو  ښار ته  راغلم  خو  ګلونه   ښکلي  نه   دي
د پارکونو  ښار  ته  راغلم  خو سيلونه ښکلي نه دي

نه مې دې ځای کې کولتور شته نه مې دلته عنعنه شته
ميلمنه  د بل  کولتور  شوم  رواجونه   ښکلي نه دي

بدل کړي دې وطن دي زموږ پېغلې او ځوانان ټول
د غيرت ښکلا يې نشته سينګارونه ښکلي نه دي

څومره   ښکلی  يې وطنه  په  رښتيا  جنت  نشان يې
خو افسوس پښتونزۍ دا چې بس جنګونه ښکلي نه دي

د شاعر نور شعرونه ←