افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
نغمه شمه
ووايه زه ساز او که نغـــــــــمه شمه
څنګه دې جانانه مېـــــــــــلمنه شمه
جوړ په تصور کې ځان پاچـــــــا کړمه
څو شېبې رنګينه شان دنــــــيا کړمه
لاړه شم خو بېرته راستــــــــنه شمه
څنګه دې جــــانــــانـــه مېلمنه شمه
دا زما خزان لـــــــمبه لـــــمبه ځواني
دا په کړاوونو اموخــــــته ځــــــــواني
پرېمېږده قسمته چې دمـــــــه شمه
څنګه دې جانانه مېـــلمـــــــنه شمه
تا کړمه غزل که دې سنـــــدره کړم
ګل دې د اوربل که خـال په زنه کړم
يا که سپلني غونـــــدې لمبه شمه
څنګه دې جــانــانه مېـلمنه شمــــه
وايي پښتونـــــــزۍ چې پښتنه يمه
ټينګه همېـــــــشه پـه دې وعده يمه
ستا دسر پټکی او کــه شمله شمه
څنګه دې جانــــانـــــــه مېلمنه شمه