د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

رحيمه پشتونجار

د د اغلۍ رحيمه پشتونجار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

رحيمه پشتونجار دمرحوم ملا جان پشتونجار لور دکابل دشاه شهيد په سيمه کې په يوه روښان فکره کورنۍ کې زيږيدلې ده ، خو اصلي ټاټوبې يې دکاپيسا ولايت د تګاب ولسوالي ده. لومړنۍ زده کړې په کابل کې دبي بي شمسو په ښوونځي کې سرته رسولې او وروسته د کابل امنه فدوي له لېسې څخه په عالي درجه فاغه شوې ده .
دکابل پوهنتون دوترنري پوهنځي محصله وه ، خو په هيواد کې دجګړو له کبله يې لوړې زده کړې نيمګړې پاتې شوې او پرديسۍ ته يې مخه کړه . کابو شل کاله کيږي ، چې دجرمني دمونشن ګلاد باخ په ښار کې استوګنه ده .
رحيمه پشتونجارلاپه ماشومتوب کې دشعرونو د لوستلو او ليکلو ليواله وه . په لومړيو وختونو کې يې دوه بيتۍ او څلوريزې ليکلې ، خو له لسو کلونو راهيسې يې د غزلونو او ازادوشعرنو دليکلو لړۍ پيل کړې ده او اوس مهال يې چاپ ته يوه ټولګه چمتو ده .

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

3 خپاره شوي شعرونه

داسې يار پسې خپه يمبشپړ شعر ولولئ

داسې يار پسې خپه يم

د اغلۍ رحيمه پشتونجار

زه يې دهر لمانځه دعا کړم داسې يار پسې خپه يم
زه يې ايمان په شان ويسا کړم داسې پسې خپه يم

دخوږې مينې دنيا موپا کيزه لکه  دعا وه
زه يې دشين ختا سماکړم داسې يار پسې خپه يم

ګلاب ګل وم پاڼې پاڼې ده په لپو کې راټول کړم
زه يې دژوند دبڼ ښکلا کړم داسې يار پسې خپه يم

ده فاني حسينې مينې کړې ډالۍ فاني دنيا ته
زه يې دخپل زړګي دنيا کړم داسې يار پسې خپه يم

چې تقدير راته پيرزو کړ شاجهان زما دمينې
زه يې رڼا دتاج محل کړم داسې يار پسې خپه يم

مخ مې پټ کړو له حيانه ده مې خور په سرپلو کړ
زه يې خوندي په خپل حيا کړم داسې يار پسې خپه يم

رحيمې دې غوړولي دسخا په در ځو لۍ دي
زه به يې ځان د در ګدا کړم داسې يار پسې خپه يم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د اغلۍ رحيمه پشتونجار

داغه د زړګي راشه دردونه سره ښکل کړو
زړکې د هجران خواږه غمونه سره ښکل کړو

اوښکه شه جانانه چې ليمه درنه چاپيره کړم
پټ به په بڼو کې ديدنونه سره ښکل کړو

زه دګلاب ګل يم خو مې څانګه له ازغوډکه
ته غيږدغاټول شه چې داغونه سره ښکل کړو

مه وله غمازه ! دوه مين په کاڼو مه وله
پريږده چې  دمينې څو لوظونه سره ښکل کړو

زړه خو مې نا سور شوته مې اه دفريادونوشوې
راشه يو ځل خواته چې زخمونه سره ښکل کړو

ستا دمينې ډکې مې دسترګو پيمانې شولې
راشه ساقي راشه چې جامونه سره ښکل کړو

ستا غيږکاينات وه زه سپوږمۍ دڅوارلسمې وم
راشه چې شو ستوري تير يادونه سره ښکل کړو

شپو کې دې غزل راته دمينې نغمې  اوروي
ته مې شه شاعر چې دې بزمونه سره ښکل کړو

جوړ خو رحيمې ته ستا دمينې پيغورونه شول
اوس مې زمانه شه چې وختونه سره ښکل کړو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د اغلۍ رحيمه پشتونجار

راځه چې والوځو جوړه داسمانونو غيږته
دستورو پړک ته دسپوږمۍ دماښامونو غيږته

زه به پوړني نه در جوړه کړم دمينې کيږدۍ
بيا به مو يو سي ښاپيرى دجنتونو غيږ ته

دمينې بڼ نه به کړو ستوري په لمن کې راټول
ورنه به جوړ کاندو اميل دګريوانونو غيږ ته

چيرته  به  والوځي هما  داسمانونو په لور
چې په وزرونو کې مو يوسي فردوسونوغيږته

دلمر دوړانګو نه به جوړه کړو دمينې زانګو
مراندې به يې کلکې کړو دستورو دښاخونوغيږته

سپوږمۍ بزنيږي نن دمينې ښاپيريو سره
ستوري دعا کوي ليږي مو ثوبونوغيږ ته

دسبادم کې چې دستورو کاروان کډه کوي
رحيمې پاڅيږه اومه ځه دخوبونو غيږ ته